1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

رپوټ: هر څلورم جهادي له خپلي ایډیالوژۍ اوښتی

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د هغو افراطيانو هر څلورم جهادي چې له آلمان څخه سوريې او عراق ته تللي ول اوس بيرته راگرځېدلي دي. د یوې څېړني له مخي د دغو کسانو هر څلورم یې اوس له امنیتي ادارو سره همکاري کوي.

https://p.dw.com/p/2TObX
Deutschland Dschihadisten Archiv 2012
انځور: picture-alliance/dpa

د «دي وليت» آلمانۍ ورځپاڼي د افراطي کېدو د طبقه بندۍ په اړه يوې څېړني په حواله، د جګړو له سیمو څخه د بیرته ستانه شويو کسانو هر څلورم یې د آلمان له امنیتي او اسختباراتي ادارو سره همکاريو ته خپل چمتوالی ښوولی دی.   

د بیلګې په توګه دوی له امنیتي ادارو سره په سوريه یا آلمان کې د افراطي کړیو په هکله معلومات شریکوي.

په ۲۲سلنه مواردو کې مور او پلار له آلماني ادارو سره ګډ کار کوي. د وليت ورځپاڼي، دغه څیړنه د افراطیت پر ضد د آلمان د اساسي قانون د ساتني ادارې (BfV) او د آلمان د جنایې جرمونو دفتر(BKA) له خوا شوې ده.

د دغې څېړنې پر بنسټ په تیرو کلونو کې تر۸۵۰ ډیر افراطيان د عراق شمال او سوریې ته په جګړه کې د ګډون په موخه تللي دي. په دغه ۶۱ مخیزه څیړنه کې د ۷۸۴ دا ډول کسانو ژوند لیکونه (چې له ۱۳ څخه تر ۶۲ کلونو پورې عمرونه لري) څیړل شوي دي.

دغه کسان له «اسلامي دولت» (داعش)، النصره جبهې او جنود الشام له ډلو سره یوځای شوي ول. له دوی څخه ۲۷۴ تنه یې بیرته آلمان ته ستانه شوي دي.

د دغې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د بير ستانه شوو کسانو نږدې نیمایې (۴۸ سلنه) يې، خپلې افراطي ایډیالوژۍ ته وفاداره پاته شوي دي.

د چارواکو په حواله یوازې ۸ سلنه د دوی د یوې تکتیکي انګیزې له امله بیرته آلمان ته ستانه شوي دي، څو پیسې ترلاسه کړي او یا ځان په وسلو سمبال کړي.

یوازي هر لسم تن بیرته نا امیده او یا هم پښیمانه را ستون شوی دی. بالاخره یوازې ۹ سلنه کسان د افراطیت یا سلفیت له چاپیریال څخه ځان بیرته باسي.

د دغي څېړني اصلي موضوع پر هغو پوښتني را څرخېده، چې ولی یو څوک دغي لاري ته مخه کوي؟ کوم فکتورونه د رادیکالیزم یا افراطي کیدو په برخه کې رول لري؟ د کوم سن خلک په ځانګړي توګه ډیر زیان ویني؟ او د دغو کسانو د پوهې کچه څومره ده؟

ټاکل شوی ده چې په زار بروکن ښار کې به د آلمان د ايالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د دغه رپوټ د احتمالي عواقبو پرسر بحث وشي.

له آلمان څخه د وتونکو شمیر کم شوی

د دغې څیړنې په حواله له هرو درو کسانو څخه یو یې اوس هم د جګړې په سیمه کې پاته دی. د دغو کسانو يو پر ديمه بيرته آلمان ته ستانه شوي، چې دولس سلنه يې امنيتي ادارو نيولي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ پاته نور کسان تر آلمان دباندې دي او یا یې هم خپل هویت پټ کړی دی.

د رپوټ له مخې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې له آلمان څخه د سوریې او عراق جګړې ته یوازې د ۴۹ کسانو د ورتګ معلومات ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴م کال په هره میاشت کې تر ۱۰۰کسانو زيات له آلمان څخه د جهاد په مخو وتل ثبت شوي دي.

نور مطالب: