1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: «هنگري له مهاجرو سره ډیر بد چلند کوي»

۱۳۹۵ مهر ۶, سه‌شنبه

د مهاجرو په سیاست کي د هنگري حکومت سخت چلند تر ټولو دمخه د هغه د اروپايي انډیوالانو له خوا تر نيوکو لاندي راغلی دی. اوس د بخښني نړیوال سازمان هم پر هنگري باندي له مهاجرو سره د بد چلند تورنه لگولی دی.

https://p.dw.com/p/2Qdlw
Ungarn Polizisten verhaften Flüchtlinge an der Grenze zu Serbien
انځور: Getty Images/AFP/A. Kisbenedek

د مهاجرو د قبلولو په اړه په هنگري کي تر ریفرانډم څو ورځي دمخه د بخښني نړیوال سازمان (امنیستي انترنېشنل) د هنگري پر حکومت تور لگولی دی، چي د پناه غوښتونکو په مقابل کي په خلگو کي قصدأ بیري ته لمن وهي.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي چي په سونو پناه غوښتونکي وهل سوي، په غیر قانوني ډول سره له سرحدونو څخه بیرته لیږل سوي او یا بندیان سوي دي.

وهل او ټکول

د بخښني نړیوال سازمان دغه رپوټ په صربستان، هنگري او اتریش کي د مجموعأ ۱۴۳ شاهدانو، په ځانگړې توگه مهاجرو څخه پر پوښتنو او څېړنو باندي جوړ دی. د رپوټ پر اساس هغو کسانو چي په اصطلاح په «ترانزيت» ساحه کي بند پاته دي، ویلي دي: «هغوی وهل سوي، ټکول سوي او د سپیانو په واسطه تعقیب سوي دي».

تر هغه راوروسته د هنگري د سرحدي ساتونکو له خوا په زوره سره بیرته صربستان ته استول سوي دي. د هنگري یو قانون امنیتي چارواکو ته اجازه ورکوي چي هغه انسانان چي په ناپامۍ سره د هنگري خاوري ته ورداخلیږي، بیرته صربستان ته ولیږي.

هغه مهاجر چي غواړي هنگري ته له قانوني لارو راسي، اکثره په اوونیو اوونیو په ډیرو ډکو کمپونو کي پاتیږي. هغه نارینه چي یوازي وي، بې له کوم دلیل څخه په محبسونو کي ساتل کیږي. حتی اکثره قبول سوي مهاجر د امنيستي په حواله اجازه نه لري چي له کمپونو څخه راووزي. هلته هم پر دوی باندي د امنیتي قواوو له خوا په منظم ډول سره حملې کیږي. اکثره وخت خلگ مجبوره دي، په ډیرو ناپاکو ځایونو کي ژوند وکړي او ورته پوره طبي امکانات نه رسیږي.

د بیري فضا

د بخښني نړیوال سازمان په خپل رپوټ کي زیاته کړې چي «د ریفراندم د زهرجن کمپاین پر وخت د مهاجرو پر ضد منفي تبلیغات خپل اوج ته رسیدلي دي.» تر ټولو دمخه پخپله صدراعظم ویکتور اوربان د «زهرجنو تبلیغاتو» څخه کاراخلي. د نوموړي ددغه چلند طرز تر کښتو مقاماتو پوري رسیدلی اوعام سوی دی او هلته یې هم د مهاجرو په مقابل کي د بیري او وحشت فضا رامنځته کړې ده.

هنگري تیر عیسوي کال د مهاجرو بحران له پيل راهیسي د هغوی د بیرولو سیاست پر مخ بیايي. حکومت د اروپايي ټولني پريکړي نه مني، خصوصاً د مهاجرو د عادلانه وېش په برخه کي.

هنگري د اکتوبر پر دوهمه نیټه تردې شعار لاندي ټولپوښتنه کوي چي، «آیا تاسي غواړی چي د هنگري د پارلمان له موافقې پرته د اروپايي ټولني له خوا غیر هنگري اتباعو ته استوگنځایونه جوړ سي؟»

ددغي ټولپوښتني پر ترسره کولو باندي د اروپايي ټولني د غړو او بشري حقوقو سازمانونو له خوا سختي نيوکي سوي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب