1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: هيچا ته د افغان ځواکونو شمېر معلوم نه دی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۰, جمعه

د افغانستان د بیا رغونې بهیر د څار سازمان (سیګار) مشر د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر کمیدل د افغان سیمه ایزو ځواکونو د روزنې بهیر زیانمنوي او هیڅوک یې له شمیره خبر نه دي.

https://p.dw.com/p/1If4t
يو افغان عسکر
انځور: Reuters/A. Malik

امریکا متحد ایالات د ۲۰۱۴م کال له پای راهیسې په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر لري. پتېيل شوې ده چې دغه شمیر به په راتلونکې کال کې ۵۵۰۰ ته راکښته شي.

د افغانستان د بیا رغونې بهیر د څار سازمان (سیګار) مشر جان سوپکو، ویلي دي: «د لږ ځواک سره، امریکا د ارزونو، تخنیکي څار او د افغان امنیتي ځواک د وړتیاو او موثریت په اړه د اعتماد وړ معلوماتو راټولو وړتیا له لاسه ورکړې ده.»

سوپکو په یوه ډیر حساس وخت کې د افغان پوځ په اړه خپل رپوټ خپروي. طالبانو په دې وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپل بریدونه ډیر کړي دي.

امریکا متحد ایالات اټکل کوي چې یوازي تیر کال په۵۵۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. سوپکو ګواښ کړی دی چې هیڅوک هم په دقیق ډول نه پوهیږي چې اوس د افغان امنیتي ځواکونو شمیر څومره دی.

د سیګار په رپوټ کې راغلي دي: «تر دې هم دردوونکي موضوع دا ده چې نه امریکا متحد ایالات او نه يې هم افغان ملگري، په دې پوهیږي چې په حقیقت کې څومره افغان پولیس او سرتیري موجود دي، څومره په حقیقت کې پر خپله دنده حاضر دي، او یا دا چې د هغوی عملیاتي وړتیاوي څومره دي.»

رپوټ زیاته کړې ده چې همدا شان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخ پر کمیدونکي حضور د دې سبب شوی دی چې دغه ځواکونه د جګړې په ډګر کې ډیره اغېزه نه شي لرلی او د سیمه ایزو ځواکونو وړتیا هم دومره نه ده ډیره شوې چې د بهرنیو ځواکونو خلا ډکه کړي.

په رپوټ کې راغلي دي چې له یوې خوا افغان امنیتي ځواک پخپله نه دی توانیدلی چې د بهرنیو ځواکونو د شمیر کمیدو خلا ډکه کړي، او له بلې خوا هغوی دا وړتیا هم له لاسه ورکړې ده چې د اړتیا په صورت کې له بهرنیو ځواکونو څخه مرسته وغواړي.