1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په آلمان کې پر اقتصادي ودې سربیره فقر ډیر شوی

۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعه

یو نوی رپوټ ښيي چې د آلمان د ناخالصه کورني تولید پر لوړیدو سربیره هم، په دې هیواد کې د فقر کچه ډیره لوړه شوې ده. یو شمیر اقتصاد پوهان وایي چې د مهاجرت په څیر فکتورونه هم په دې موضوع کې نقش لري.

https://p.dw.com/p/2YbHQ
Symbolbild Altersarmut in Deutschland
انځور: Getty Images

د پنجشنبې په ورځ په یوه نوي خپاره شوي رپوټ کې د آلمان د خیریه سازمانونو یوې ډلې د دغه هیواد پر حکومت باندي غږ کړی دی چې د خپلو مالیاتي او مالي سیاستونو«د حرکت په مسیر کې شدید بدلون» رامنځ ته کړي.

په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۵م کال کې په آلمان کې د فقر کچه ۱۵،۷سلنه ته رسیدلي وه. دا په دې هیواد کې د فقر د کچې له پاره یو نوی ریکارډ دی.

دغه رپوټ د«Parittische Gesamtverband» له خوا چې د یو شمیر سازمانونو اتحاد دی، د «انسان وقار یو بشري حق دی» په نوم خپور شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې بیا د آلمان ناخالصه عاید هم ۱،۷ سلنه لوړ شوی دی. دې انجمن د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې د کار مارکیت په سیاست، په ټولنه کې خلکو ته د استوګني پیدا کولو، زده کړې او د ټولنیزو خدمتونو د غځولو په برخه کې «مصمم اقدامات» وکړي.

د یوه خيريه سازمان ويانده ایریکا بایهن، چې په برلین کې يې رپوټ خپور کړ، وویل: «وده هغه څه ده چې اقتصاد یې رامنځ ته کوي، خو له څو کلونو راهیسې دغه وده د نفوس د فقیرۍ برخې ته نه ده رسیدلې.»

هغې زیاته کړې: «دا ځکه چې هغوی مناسبې زده کړي نه لري. ما پخپله هم دغه تجربه لرله. زه فقیره وم، مور مې فقیره وه. له همدې کبله ما په ښوونځي کې ستونزي لرلې. همدا ستونزه له ۵۰ کلونو راهیسې موجوده ده.»

د بایهن په خبره د دې ستونزي حل لاره هم په تیرو لسیزو کې نه ده بدله شوې. هغې زیاته کړه: «په ټولګیو کې باید د زده کوونکو شمیر کم شي، لا ډیر ښوونکي باید وګومارل شي څو ډاډ رامنځ ته شي چې په سمه توګه د ناداره کورنیو د ماشومانو ملاتړ کیږی.»

هغه وايي، په داسې حال کې چې د ناخالصه کورني تولید لوړیدل د لا ډیرو کسانو له پاره د کاري زمینې د برابریدو لامل کیږي، خو د هغوی معاش دومره ټیټ وي چې په اصل کې د منځنۍ طبقې د معیارونو له لوړیدو سره هیڅ مرسته نه کوي.

د فقر تعریف

خو ځيني اقتصاد پوهان بیا له دې موضوع سره موافق نه دي چې په آلمان کې دې فقر مخ پر وده وي. د کولن ښار په انستیتیوت کې د اقتصادي څېړنو مشر څیړونکي کریستوف شرودر، له دې کبله له خپور شوي رپوټ سره موافق نه دی چې په اند یې په آلمان کې فقر د مهاجرت له کبله لوړ شوی دی.

شرودر دویچه ویله ته وویل: «له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې د بیکاري تر ټولو لوړه کچه یې لرله، موږ د فقر په کچه کې یو عملي ثبات لیدلی دی.»

هغه زیاته کړه: «خو که تاسو د مهاجرت فکتور له محاسبې وباسئ، نو موږ د فقر په کچه کې هیڅ لوړوالی نه لرو.»

دا برداشت تر ډیره په دې پورې اړه لري چې دې سازمان په خپل رپوټ کې فقر څرنګه تعریف کړی دی. دغه سازمان او د آلمان د احصائیو اداره وایي چې په دې هیواد کې هر هغه څوک چې د منځني عاید۶۰ سلنه او یا هم تر هغه لږ ګټي، فقیر دی.

خو د کولن ښار په انستیتیوت کې د اقتصادي څېړنو بنسټ بیا دا تعریف ډیر باریکه بولي او استدلال کوي چې د خلکو د ژوند اصلي شرایط باید په پام کې ونیول شي. شرودر وایي چې منځنی عاید یو نسبي حد دی او خلک کیدای شي چې له ډیر عاید لرلو سره بیا هم فقیره ووسي.

د دغه کارپوه په اند که په ټولنه کې د عاید تقسیم په لوړه کچه په سمه توګه ترسره نه شي، دا یوه داسي ستونزه ده چې باید حل شي، خو دا بیا د فقر په معنی نه ده.

کارپوهان وایي چې په اصل کې باید د ژوند د حد اقل امکاناتو تعریف او اندازه روښانه شي او تر هغه وروسته په دې اړه بحث وشي چې په ټولنه کې څومره کسان له تعین شویو حد اقل امکاناتو څخه برخمن نه دي.

پر دې سربیره د اقتصاد کارپوهان پر دې موضوع نیوکه کوي چې ډیر وخت د فقر په احصائيو کې ځانګړې ډله، لکه زده کوونکي او محصلین هم شاملیږي، چې دا بیا په مصنوعي توګه د فقر کچه لوړه ښيي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: