1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په اروپا کې د نشيي توکو له امله مرګونه ډیر شوي

۱۳۹۶ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د يوه تازه رپوټ پر اساس اروپا ناقانونه نشه يي توکو له پاره تر ټولو ستر بازار دی. د چارو کارپوهان د مصنوعي نشه يي توکو او د کارونې له امله یې په دې وچه کې د مرګونو پر ډیریدو اندیښنه څرګنده کړې.

https://p.dw.com/p/2eFp7
Israel Hanf-Plantage in Safed
انځور: picture-alliance/dpa/A. Sultan

په اروپا کې د نشه يي توکو په هکله په دې تازه څیړنه کې راغلي چې د اروپا په لویه وچه کې شاوخوا ۹۳ میلیونه کسانو د خپل ژوند په یوه مرحله کې ناقانونه نشه يي توکي کارولي دي. دا شمیر په اروپايي ټولنې کې د ټول نفوس چې عمرونه یې د ۱۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ دي، يو پر څلورمه دی.

د رپوټ په حواله په ۲۰۱۵م کال کې په اروپايي ټولنه کې د نشه یي توکو سره په ارتباط ټولټال ۱.۵ میلیونه جرمونه ثبت شوي. له دې ډلې څخه یو میلیون پیښې یې داسې دي چې پکې یو کس د شخصي کارونې له پاره مخدر توکي درلودل.

له دې جرمونو څخه کابو نیمايي یې د بنګو له پاڼو څخه د نشه يي موادو په توګه کاروونکي پیښې دي. په اروپايي ټولنه کې د بنګو پاڼې تر بل هر ډول نشه يي توکي په پراخه کچه کارول کیږي. د رپوټ په حواله تیرکال په دې ټولنه کې کابو ۲۴ میلیونو کسانو دغه نشه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هالند، هسپانیا، پرتګال او چک جمهوریت کې ماریوانا یا د بنګو پاڼو په کارونې سره یو شخص سخته سزا نه ويني، دا ځکه چې په دغو هیوادونو کې په دې تړاو قانون خپلو ښاریانو ته نسبتاً آزادي ورکړې ده. په عین حال کې په لتوانیا، سلواکیا او یونان کې د بنګو د ډیر مقدار په نیولو سره سخته سزا ټاکل شوې. داسې چې د یو کیلو نشه يي توکو له پاره ۱۰ کاله زندان سزا ټاکل شوې ده.

د اروپايي ټولنې د نشيي توکو د دې تازه رپوټ په حواله، په ۲۰۱۵م کال کې شاوخوا ۸۴۰۰ کسان د هیروینو، مصنوعي نشه يي توکو او طبیعي مورفینو د زیات مقدار کارونې له امله بستري شوي دي. دا شمیر د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

په آلمان کې له کلونو راهیسې د نشيي توکو له امله د مرګونو تر کمیدو وروسته، په ۲۰۱۵م کال کې په آلمان کې هم د مرګونو پیښې زیاتې شوي دي.