1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په نړۍ کي د مذهبي ازاديو د کمي ستونزه

۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبه

د امریکا د متحده ايالاتو د تحقيقاتي مرکز“ پيو“ يو نوی رپوټ وايي، چي په نړۍ کي ورځ تر بلي انسانان د مذهبي ازاديو له محدوديتونو سره مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/16Cvs
انځور: picture-alliance/dpa

دغه مرکز پخپل نوي رپوټ کي چي د تيري اوونۍ په پای کي خپور سوی دئ وايي، چي د نړۍ نزدې ۷۵ سلنه انسانان د مذهبي ازاديو له مختلفو محدوديتونو سره مخامخ دي.

رپوټ کاږي چي په مصر، اندونيزيا، سعودي عربستان، افغانستان، روسيې او سپينه روسيه کي تر نورو هيوادونو ډير پر مذهبي ازاديو باندي محدوديتونه لگېدلي دي.

په رپوټ کي راغلي دي، دا چي په نړۍ کي ډيری خلک تر سختو محدوديتونو لاندی ژوند کوي، نو د نړۍ له نزدې ۷ ميليارده وگړو څخه درې پر څلورمه برخه ئې ترسختو دولتي، مذهبي او ټولنيزو محدوديتونو لاندي ژوند کوي.

رپوټ زياتوي، چي په هغو هيوادونو کي چي پرمذهبي ازاديو باندي محدوديتونه، يا ډير محدوديتونه دي د ۲۰۱۰ کال په نيمايي کي ئې کچه ۳۷ سلنه لوړه سوې ده. په داسي حال کي چي دغه کچه په ۲۰۰۹ کال کي ۳۱ سلنه وه.

په دغه ريوټ کي چي د متحده ايالاتو د تحقيقاتي مرکز“ پيو“ له خوا خپور سوی دئ، راغلي دي چي د اوو اساسي دينونو له جملې څخه پينځه ئې، په ځانگړې توگه يهوديان، مسيحيان، بودايان او دغه راز د نورو مختلفو سنتي باورونو پيروان د دولتونو، خلکو او نورو ډلو لخوا کړول کيږي.

د دغه رپوټ په حواله د هغو دولتونو شمېر زيات سوی دئ، چي پر مذهبي ازاديو باندي محدوديتونه پکښي ډير سوي دي. په دې دولتونو کي اوس حتي داسي هیوادونه هم شامل دي، له که د امریکا متحده ايالات او سويس.

د امريکا د هغو هيوادونو له کتاره، وتلې ده چي پکښې مذهبي محدوديتونه لږ دي. دغه هيواد اوس د هغو هيوادونو په کتار کي دئ چي دغه محدويتونه پکښې په ښکاره څرگنديزي.

پر مذهبي ازاديو باندي د محدويتونو په برخه کي اوس د دغه هيواد په محکمو او زندانونو کي د ږيري ممانعت کيږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض