1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ډېر مهاجر به په آلمان کې کار پیدا نه کړي

۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

د آلمان مرکزی بانک (بوندیس بانک) د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې ښایي کښته سن او لږ علمي قابلیت د دې سبب شي چې په آلمان کې ډېر مهاجر کار پيدا نه کړای شي.

https://p.dw.com/p/1HRbZ
انځور: Nemanja Rujevic

د آلمان مرکزي بانک اټکل کوي چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کال پورې آلمان ته یو نیم میلیون مهاجر راورسیږي. دغه بانک په خپل میاشتني رپوټ کې لیکي: «له دې ډلې څخه د بېکاره [مهاجرو] شمیر به ډیر زيات وي، ځګه ډېر مهاجر باید په لومړي پړاو کې ژبه او ځیني نور قابلیتونه زده کړي.»

له یو میلیون څخه ډیر هغه مهاجر چې په منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي هیوادونو کې له بېکاری، غریبي او جګړو څخه تښتي آلمان ته رسیدلي دي. آلمان د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد جوړوي. د دې هیواد حکومت وایي چې تر ملي پیوستن وروسته یې د مهاجرو کړکیچ تر ټولو ستر چلينج دی.

آلمان به له بل هر اروپایي هیواد څخه ډیر مهاجر ومني خو ډېر کسان بیا د دې کار اقتصادي پایلو ته اندیښمن دي. بوندیس بانک وايي چې په پیل کې د کار په بازار کې د مهاجرو د ګډون اندازه به تر۵۰ سلني کښته وي.

آلمان ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

دا بانک همداراز په خپل میاشتیني رپوټ کې وايي چې په ټوله ايزه توگه د کار بازار ته د کارګرو عرضه به د ۲۰۱۷م کال تر اخره پوري ۵۲۰ زره کسانو ته ورسیږي.

په دې رپوټ کې همداراز راغلي دي: «د تجربوي زده کړو پایلي ښیي چې دا کسان د قابلیتونو نه لرلو او یا هم ژبنیز او سیمه ایز لاملونو له کبله د کار بازار ته نه عرضه کیږي هغوی به د بیکارۍ کچه پورته کړي، او د کار بازار کې به د وخت په تیریدو سره خپل ځاې پیدا کړي.»

د بوندیس بانک په رپوټ کې د کار په اړوند د څېړنو مرکز یا (IAB) پر حواله ویل شوي دي چې له جګړه ځپلو هیوادونو څخه د هغو بهرنیانو څخه چې ډیر شمیر یې په وروستیو کې آلمان ته رسیدلي، ۴۰ سلنه یې کار نه لري.

په رپوټ کې همداراز راغلي دي: «د کار د بازار پر اوسني ښه حالت سربیره، بیا هم دا باور شته چې په لومړنیو ۱۲ میاشتو کې په مهاجرو کې د بېکارې کچه ۷۰ سلنه وي. او له درې کلونو وروسته به۴۰ سلنې ته راکښته شي.»

د عمومي اقتصاد اغېزمنتوب تیوری ته په اشاره سره بوندیس بانک وایي چې مهاجر کولای شي چې تولیداتي موادو ته تقاضا لوړه کړي.

مرکزي بانک وايي: «د توزیع اغېزه او پر ملي اقتصاد تاثیر له دې سره تړون لري چې په څومره موده کې او په څومره موثر ډول مهاجر د کار په بازار کې ادغامیږي.» په دې رپوټ کې همداراز راغلي دي: «په لنډمهال کې د مهاجرو د کار په بازار کې د لږ ګډون او د بېکارۍ کچې د لوړوالي له کبله، موثریت د وړاندوینې وړ نه دی. د کار په بازار کې د مهاجرو ادغام به تر یوې مودې یوه ستونزه وي.»