1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: کورني کډوال په ټوله نړی کي دوه چنده سوي دي

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

يو نوی رپوټ وايي چي د کورني بې ځایه سوي کسان شمېر په ټوله نړۍ کي تر مهاجرو دوه چنده ډیر سوی دی. د ملگرو ملتو د ارقامو له مخي اوس په ټوله نړۍ کي ۲۱،۳ ميلیونه مهاجر سته، او د بې ځایه سوي کسان شمېر بیا ۴۰،۳ميلیونو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/2dRey
Binnenflüchtlinge in Afghanistan
انځور: DW/O. Deedar

دغه خبره نن دوشنبه په نیویارک کي د داخلي بې ځایه سوو مهاجرو له پاره د ناظرینو د یوه سازمان(IDMC) په رپوټ کي راغلې ده. دغه سازمان د مهاجرو په برخه کي د ناروې په یوه خیریه سازمان پوري تړلی دی چي مرکز یې په اوسلو کي دی.

د رپوټ پراساس یوازي پروسږکال شخړو، تشدد او طبیعي حوادثو، لکه سیلابونو، طوفانونو، اورلگیدنو او یا سخت ژمي ۳۱ ميلیونه نور داخلي بې ځایه سوي کسان اضافه کړل.

د دغه رپوټ لیکونکي کاږي چي اقلیمي بدلونونه به دغه حالت نور هم خراب او داخلي بې ځایه سوي کډوال ډیرکړي. ۶،۹ ميلیونه انسانان یوازي د شخړو له کبله په خپلو هیوادو کي په تېښته کی دي چي ۲،۶ ميلیونه یې یوازي په افریقا کي دي.

تر ټولو ډیر بیا کانگو، سوريه، افغانستان، نایجریا او یمن له دغه بحران سره ډیر مخامخ وه. د IDMC رئیسې الکساندرا بیلاک وايي، څوک چي د خپل هیواد په داخل کي مهاجرت ته مجبوره کیږي، اکثرأ بیا وروسته له هيواد څخه تښتي او نورو هیوادونو ته ځي، خو په خبره یې سربیره پردې داخلي بې ځایه سوو کسانو ته په نړی کي د نورو مهاجرو په ډول توجه نه کیږي.

دا اضافه کوي، چي که په ښه ډول د د داخلي بې ځایه سوو کسانو ملاتړ ونه سي، نو کیدای سي نن ورځ داخلي بې ځایه سوي کسان سبا په نوره نړۍ کي په مهاجرو او پناه غوښتونکو باندي تبدیل سي.

(dpa,afp/ QN)