1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ۱۱ پولیس طالبانو ته اوښتي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15kmL

افغان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې ۱۱ تنه افغان سیمه ییز پولیس له طالب یاغیانو سره یو ځای شوي دي. د هلمند د ولایت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغو سیمه ییزو پولیسو خپله پوسته په نوموړي ولایت کې پریښې ده او طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې اته تنه له پخوا د پولیسو په ځواک کې ثبت و او درې تنه نور نوي کسان ول. په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ښایي د هغوی قوماندان محمد خان، خپل ملګري تیښتې ته هڅولي وي. هغوی وسلې او موټر سایکلونه هم له ځان سره وړي دي. دا د یوې میاشتې په موده کې دریم ځل دئ چې افغان پولیس طالبانو ته اوړي.