1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رېگستان: له بشري ناورين سره مخامخ يو

۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبه

د رېگستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چي په دې لسو کلونو کي داسي له پامه غورځول سوي دي، چي آن ولسوال ئې لا پوښتنه نه ده کړې او له سختو ستونزو سره مخامخ دي. (انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/170ZH

رېگستان د کندهار يوه له ليري پرتو ولسواليو څخه ده، لکه څرنگه، چي يې نوم دى همداسي يې ډېره سيمه په رېگو پوښلې ده. د رېگستان ولسوالۍ اوسيدونکي اکثره بلوڅان دي. دغه ولسوالي له پاکستان سره هم پوله لري.

دغي ولسوالۍ ته غځېدلي سړکونه کنډ او کپر او دننه په ولسوالۍ کي يې هم ټولي لاري، پلونه او د اوبو زېرمي پر نشت حساب دي. په دغه ولسوالۍ کي د ژوند د نورو اسانتياو ترڅنگ فعال ښوونځی نسته يوازي کله نا کله ځيني کوچني هلکان په يوه مسجد کي د ديني زده کړو له پاره سره راټوليږي.

د دغي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په کندهار کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي که ئې ولسوالۍ همداسي بې پاملرني پاته سي له يو لوی بشري ناورين سره مخامخ سي.

د يادي ولسوالۍ یو تن سپين ږيری عبدالکريم وايي چي په ټوله ولسوالي کي يو ولاړ دېوال نه ليدل کيږي. د هغه په خبره په ټوله ولسوالي کي يو سم کلينيک نسته: «خلک خپل ناروغان د لاري د خرابوالي او کلينيک د نستوالي په خاطر پاکستان ته بیايي.»

دوی د کندهار ولايت له مقام او نورو لوړ پوړو چارواکو څخه په ټينگه غوښتنه کوي ، چي د دوی و وروسته پاته ولسوالۍ ته دي ډېره پاملرنه وکړي.

د سپين ږېري عبدالکريم په خبره، د دوى د سيمې خلگ د ژوند د ډېرو لومړنيو اسانتاو څخه هم بې برخي دي. هغه وايې په پښو ډېرمزل کوي، چې يو غوړپ د څښلو اوبه پيداکړي او خپل ځان ژوندى په وساتي:

«موږ په دې لس کاله کي د پوښتني سړى نه دى ليدلى، نور لا څه کوې، تراوسه مو د څښلو د اوبوغم لا نه دی خوړل سوى. ناروغان د سختي مجبورۍ له مخي پاکستان ته بيايو، هغه کله مړه سي او کله پاته سي. يوازي ژوندي يو، نور هيڅ نسته، د خداى له پاره زموږ ږغ حکومت ته ورسوئ.»

د دغي ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي هم د دې ولسوالۍ ټولي ستونزي مني او وايي، چي په رښتيا هم دا خلگ د ډېرو مرستو حق لري او د دوى ستونزي به نه يوازي په کندهار ښار کي له سيمه ييزو چارواکو سره شريکي کړي، بلکي تر کابل پوري به د دوى ږغ رسوي او دا خلگ به د روان ناورين څخه ژغوري:

«په رښتياهم د دوى ټولي غوښتني پر ځاى دي، موږ هڅه کوو، چي د دوى ستونزي تر مرکز کابل پوري د ملکي خدمتونو ادارې ته هم وړاندي کړو.»

د رېگستان اوسيدونکي وايي د دوى د ستونزو په ډېروالي کي د دولت وسله وال مخالفين هم لوى لاس لري، د رېگوالو په خبره که په ولسوالۍ او د ولسوالي پر غځېدلي سړک، ښخ سوي ماينونه او وسله وال بريدونه نه وي، دولت او مرسته کوونکي مؤسيسې زړه ښه کوي، چې په رېگستان کي د خلگو د ستونزو د اواريو له پاره خامخا څه کارونه کوي.

د دوى په قول اوس تر ډېره دولت او مرستندويه څانگي په دغه ولسوالۍ کي د نا امنيو خبري کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل