1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل: د څښلو د اوبو یوې فابریکې په کار پیل وکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه

د زابل په مرکز کلات کي د څښلو د پاکو اوبو يوې فابریکې په کارپيل وکړ. ويل کيږي چې د دې پروژې په تر سره کېدو سره به د څښلو پاکي اوبه برابري سي.

https://p.dw.com/p/16L8a
انځور: Fotolia/Jaroslav Machacek

د نوموړي ولایت مسئولين وايي چې په دې اړه د امريکا متحده ايالاتو د پرمختيایي چارو د پروګرام له لوري ورسره د اوبو د فلتر د ماشين مرسته سوې ده.

د زابل ښاروال سيد احمد ساپى، وايي چې د پاکو اوبو دغه چمتو کوونکى ماشين په ٢٤ساعتونو کي ۱۲۰ زره ليتره اوبه تصفيه کولاى سي.

د ده په خبره پر دې سره به په دغه ولايت کي د څښلو د پاکو اوبو ستونزه تر ډیره بریده حل سي. نوموړى زياتوي دا به د ښاروالۍ د عوايدو د لوړيدو په لارکي هم يوښه ګام وي او لاسته راغلي پيسې به ئې په زابل ولايت کي د بيا رغنيزو پروژو باندي ولګول سي:

«دغه کارخانې ته به موږ د ښاروالۍ له عوايدو څخه د بوتلونو د جوړولو ماشينونه هم واخلو چې دغه اوبه په بوتلونو کي واچول سي او په بازار کي تر پلورولو وروسته ئې لاس ته راغلي پيسې د ښاروالۍ په عوايدو کي ور زياتي سي او له دې لاري به په مرکز کلات کي د بیا رغاونې يو شمير پروژې په خپل لګښت پيل کړو او په سلونو وزګارو کسانو ته د کار زمينه چمتوسي.»

عام زابليان هم د دغه ډول يوې فابريکې نصب ډیرمهم ګڼي. د دوى په خبره پخوا به د ګرمۍ په موسم کي د ناپاکو اوبو د څښلو له امله يو زيات شميرکسان په بيلا بيلو ناروغيو اخته کيدل:

«دا ډیر ښه کار وسو چي موږ ته نزدې په خپل ولايت کي د پاکو اوبو فابريکه جوړه سوه. موږ غواړو چي د دې فابریکې نوري څانګي هم د زابل په نورو سيمو کي جوړي او ډيرخلک ورڅخه ګټه واخلي.»

د زابل والي محمد اشرف ناصري، هم د خلکوغوښتنې پرځاى ګڼي او وايي چې لومړۍ هڅه به ئې دا وي چي په پيل کي دغه فابريکه فعاله وساتي او په دویم قدم کي فعاليتونه نورو سيمو ته هم وغځوي.

کندهار/ محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: سید ریاض