1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل: څلور بهرني سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/169wh

د افغانستان په سویل کې څلور بهرني سرتیري په ډزو وژل شوي دي. باور کیږي چې په دغه برید کې د افغان پولیسو غړي ښکیل وي. دغه خبر په افغانستان کې میشتو ائتلافي ځواکونو ورکړی دئ. دغه پیښه په زابل ولایت کې رامنځ ته شوې ده، چیرې چې امریکایي سرتیري میشت دي.

د ځایي چارواکو په وینا وژل شوي څلور واړه سرتیري امریکایان دي. د رویټرز د خبري آژانس په وینا یو تن برید کوونکی چې د افغانستان د ملي پولیسو یونیفورم ئې پر غاړه وه هم په دغه نښته کې وژل شوی دئ. تیره ورځ هم په هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس دوه تنه بریتانیي سرتیري په ډزو وژلي وو. په روان کال کې د «داخلي بریدونو» په ترڅ کې تر اوسه لږ لږ تر لږه ۵۱ بهرني سرتیري وژل شوي دي.