1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري: د بريتانيا او پاکستان ملگري نه ماتېدونکې ده

۱۳۸۹ مرداد ۱۶, شنبه

د برتانيې لومړی وزير به په راتلونکو څو مياشتو کې پاکستان ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په اکتوبر مياشت کې هم سره ګوري

https://p.dw.com/p/OeUI
زرداري او کيمرون په لندن کي سره وکتلانځور: AP

د برتانيې او پاکستان مشرانو د جمعې په ورځ په لندن کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه سره خبرې وکړې. لومړۍ ژمنه دا وه چې د افراطيت په مقابل کې به هغوی خپله همکاري پياوړې کوي. د برتانيې لومړي وزير ډيويد کېمرون تېره اونۍ ويلي وو چې ځيني عناصر په پاکستان کې «د تروريزم صادرولو ته» چټکتيا وربخښي.

خو په اوسنيو خبرو کې کېمرون له ولسمشر اصف علي زرداري سره د يووالي مظاهره وکړه. دواړو وويل چې د پاکستان او پخواني استعماري هېواد برتانيې تر منځ تړون ناشلېدونکی دی. کېمرون اسلام آباد ته د زرداري بلنه ومنله او دې ته يې هم غاړه کښېښوده چې کال په کال به د اړيکو د پياوړتيا په موخه هم يوه مشترکه غونډه جوړيږي.

«دا هغه ملګرتيا ده چې هيڅکله نه ماتيږي، که هر څه هم وشي.»

دغه څرګندونه زرداري د برتانيې د لومړي وزير د اونۍ د پای په مېنه کې وکړه چې د چېکرس په نوم په يو ځای کې، د لندن په شمال لويديځ کې پروت دی. زياته يې کړه: «طوفانونه به ځي او راځي، خو پاکستان او برتانيا به څنګ په څنګ ولاړ وي او ټولې ستونزې به په پت سره وزغمي.»

د برېدفورد پوهنتون د سولې د چارو کارپوه پاول روجرس د پاکستان د اندېښنو په اړه وايي:

«پاکستان ډېر زيات په دې نظر دی چې دوی بايد هر څومره چې ممکن وي په افغانستان کې ډېر نفوذ ولري. په دې ډول هغوی ستراتيژيکه ژورتيا تر لاسه کوي او مرکزي آسيا او منځني ختيځ ته هم يوه لاره ورته جوړيږي. د پاکستان اصلي اندېښنه په افغانستان کې د هند زياتېدونکې مداخله ده. هند له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي.»

کېمرون په خپل وار وويل چې غواړي، له پاکستان سره «د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په حياتي ډګر کې» د دواړو هېوادونو «ناماتېدونکي ملګرتوب» ته پراختيا ورکړي. دواړو، کېمرون او زرداري په يوه ګډه بيانيه کې دا هم وويل چې د امنيتي ادارو تر منځ همکاري به «پياوړې» شي. د برتانيې لومړی وزير به په راتلونکو څو مياشتو کې پاکستان ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په اکتوبر مياشت کې هم سره ګوري.

کېمرون له زرداري سره تر خبرو وروسته د امريکې د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما ته هم معلومات ورکړل.

د دواړو سياسي مشرانو، کېمرون او زرداري تر منځ ديپلوماتيکه شخړه هله رامنځته شوې وه چې کېمرون تېره اونۍ هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان په اړه ويلي وو، نقل قول: «موږ دغه خبره نه شو زغملی چې همدې هېواد ته اجازه ورکول کيږي چې دواړه خواو ته نظر متوجه کړي او د دې امکان ولري چې په هر ډول چې وي، د تروريزم له صادرولو څخه ملاتړ وکړي، که هغه په هند کې وي او يا په افغانستان کې وي او يا د نړۍ په هره بله برخه کې وي.» د نقل قول پاي.

دغه خبرې کېمرون په بنګالور کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې. دا څرګندونې په داسې حال کې هم وشوې چې په انترنېټ کې افشا شويو پټو اسنادو د پاکستان د څارګرې ادارې او د طالبانو تر منځ د اړيکو په اړه جزيات په ډاګه کړل.


ليکونکی: نسيم صابر/ آژانسونه

کتونکی: احمدولي اڅکزی