1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري: هندوستان هېڅکله پاکستان ته خطر نه دی

۱۳۸۷ مهر ۱۵, دوشنبه

د پاکستان مشر په يوه مرکه کي ويلي دي، چي د دوی اصلي دښمن هندوستان، هېڅکله هغه هېواد ته خطر نه دئ پېښ کړی او هغه اسلامي وسله والې ډلې چې د هندوستان تر ولکه لاندې کشمير کې د استقلال په خاطر جنگيږي، هسې ترورستي ډلې دي.

https://p.dw.com/p/FUmo
آصف علی زرداری
آصف علی زرداریانځور: AP

زرداري د وال سټريت ژورنال نومې ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې وړاندې په ډاگه کړې، چې په قبايلي سيمو کې د القاعدې او طالبانو پر هډو باندې د امريکايي ځواکونو لخوا د راکټونو په گذارونو کې هم له امريکې سره موافقه شوې وه.

له هندوستان سره د اړيکو په اړوند د زرداري نظر په بشپړه توگه سره د هغه هېواد د پوځيانو له نظر سره توپير لري. د پاکستان پوځ له 1947 کال راهيسې، يعنې کله چې پاکستان جوړشوی، خپل اتومي قدرت لرونکي گاونډي ملک هندوستان کې د ځان د نابودۍ سبب ويني او تر اوسه پورې څو ځله سره جنگېدلي هم دي.

زرداري، د پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزيرې ميرمن بې نظيربوتو مېړه، څوک چې د سپتمبر په مياشت کې د پرويز مشرف له استعفی سره د پاکستان اولسمشرۍ ته ورسيد، ويلي دي:

هندوستان هېڅکله پاکستان ته خطرناک نه دئ.

د هند او پاکستان سرحدي پهره داران
د هند او پاکستان سرحدي پهره دارانانځور: AP

زرداري د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له هندوستان سره د آزادې سوداگرۍ په اړوند څخه نظر لري، په ډاگه کړه: زه د هغه پلوی يم، او زموږ دموکرات حکومت، په بهر کې د هندوستان له اغيزمنتوب څخه وېره نه لري.

هندو اکثريت لرونکي هېواد هندوستان او بشپړ مسلمان هېواد پاکستان، په 2004 ميلادي کال کې د صلحې پروسه رامنځ ته کړه، خو د دوی دواړو تر کت اړيکې هم هسې د پخوا په شان ناوړه پاتې شوې، او هندوستان وايي چې د اسلام آباد پياوړې استخبارتي اداره له وسله والو ډلو سره مرسته کوي.

ورځپاڼه څرگندوي، زرداري په کشميرکې اسلامي مجاهدين ترهگران او ترورستان بللي، او دا لومړی ځل دئ، چې يو پاکستانی مشر هغوی ته دا بد نسبت کوي.

د ترلاسه شوو رپوټونو له مخې، يوه لوړ پوړې هندي چارواک د پاکستان د مشر د وينا ښه هرکلی کړی دئ. هندی آژانس PTI د هغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير انند شرما له خولې څخه نقل قول کوي، چې نوموړي ويلي دي: د زرداري گام د هرکلي وړ دئ. اولسمشر زرداري او پاکستان بايد خپلو خبرو ته عملي جامه ورواغوندي او د تروريزم مخه ونيسي.

د کشمير کشاله د پاکستان او هندوستان تر منځ د ديرو لويو جگړو له جملې نه د دوو جگړو سبب شوی او هم د 1991 م کال د يوه لنډ جنگ او په 2002 م کال کې سرحدونو ته د دواړو مملکتونو د نظامي سفربرۍ سبب شوېده.

هندوستان تل پر پاکستان باندې دا تور پورې کړی، چې د هماليې په ويشل شوي هندي برخه کې، له 18 کالونو راهيسې اسلامي پاڅون کوونکي لمسوي او ملاتړ يې کوي.

پاکستان د هند الزامونه رد کوي، خو دا اقرار کوي، چې د هغو جنگيالو څخه ملاتړ کوي، کوم چې په کشمير کې د خپلې سياسي پرېکړې د پاره جنگيږي، او له بله پلوه د هغه ځای حکومتي ټلويزيون هره ورځ په کشمير کې د هندوستان پرظلمونو باندې خپرونې لري.

په پنځلسم اګست کال 1947 برتانوي هند په دوو ټوټو هندوستان او پاکستان وويشل شو
په پنځلسم اګست کال 1947 برتانوي هند په دوو ټوټو هندوستان او پاکستان وويشل شوانځور: picture-alliance/dpa


شرما په ډاگه کړې، دا لومړی ځل دئ، چې يو پاکستانۍ مشر د کشمير وسله وال ترهگران بولي، او دا وينا د هغه هېواد له مخکيني دريز نه، چې نوموړي جنگيالي يې مجاهدين بلل، توپير لري.

د دې تر څنگ وال سټريټ ژورنال وايي، زرداري دا اقرار وکړ، چې په افغانستان کې مېشته امريکايي ځواکونو د دوی په خوښه سره، په قبايلي سيمو کې د القاعدې او طالبانو هډې، د خپلو بې پېلوټه الوتکو په مرسته سره د راکټونو او ميزايلو تر گذار لاندې نيولې دي.

کله چې له زرداري څخه د هغو گذارونو په اړوند پوښتنه وشوه، نو ويې ويل: موږ پوهيږو، چې موږ د يوه شريک دښمن سره اوږه په اوږه جکړه کوو.

د امريکې په هکله د زرداري نظر څو ورځې له هغې وينا څخه څرگنديږي، چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته يې وکوله او په هغه کې يې سپين وويل: پاکستان به اجازه ورنه کړي، د خپلو ملگرو لخوا يې پر هېواد او خپلواکۍ باندې تعرض وشي.