1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري ولي دوبۍ ته تللی؟

۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

زرداري د تيري سه شنبې په ورځ له پاکستان څخه د روغتيايي لاملونو له کبله دوبۍ ته پرواز وکړ او هلته په يوه امريکايي روغتون کي بستر شو او تيره ورځ له روغتون څخه بيرته په هغه ښار کي خپل کورته انتقال سوی دئ.

https://p.dw.com/p/13TeJ
د پاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري
د پاکستان جمهور رييس آصف علي زرداريانځور: AP

وروسته تر هغه چي زرداري له هيواد څخه په ناڅاپي توگه دوبۍ ته سفر وکړ، ددغه هيواد ځينو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل، چي کيداي شي هغه تر سفر وروسته استعفا وکړي او يا د يوې پوځي کودتا په پايله کي له دندي کوښه شي.

خو پاکستاني چارواکو دغه ټولي آوازې رد کړې او ويلي يې دي، چي زرداري به تر ښه کيدو وروسته بيا هم د پاکستان د ولسمشر په توګه خپلي دندي پر مخ بوزي.

د پاکستان صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني، د پاکستان سنا ته د پنجشنبي په ورځ وويل چي زرداري ځکه په پاکستان تر درملني لاندي و نه نيول شو، چي په دغه هيواد کي د هغه ژوند ته ګواښ وو.

د ګيلاني په خبر د پاکستان د حکومت غړو او د زرداري کورنۍ هغه دې ته اړ کړ چي د درملني له پاره دوبۍ ته ولاړ شي:

«ولسمشر زرداري ناروغه وو، او په پاکستان کي د خپل ځان په وړاندي ګواښونو څخه يې بيره درلوده، ځکه نو د هيواد دباندي درملني له پاره ولاړ.»

ګيلاني ويلي چي د زرداري په وړاندي کواښونه ډير جدي ول. هغه زياته کړه چي د روان کال په می مياشت کي د زرداري پلار د پاکستان په يوه روغتون کي بستري وو، خو د ځان په وړاندي کواښونو له کبله و نه توانيد چي د خپل پلار ليدو ته ورشي.

د زرداري د وژلو د پلان په تور په پاکستان کي يو شمېر کسان نيول شوي هم دي، خو چارواکي وايي چي دغه کواښ لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دئ تللی.

وروسته تر هغه چي په ۲۰۰۷ کال کي د اصف علي زرداري مېرمن، بې نظير بهټو په يوه بريد کي ووژل شو، زرداري هر وخت وايي، چي د هغه د ژوند هم له گواښ سره مخامخ دئ.

د زرداري يوه وياند ويلي، چي اوس هغه له روغتون څخه رخصت شوئ او په دوبۍ کي په خپل کور کي دئ. د دغه وياند په خبره د ډاکترانو تر اجازې وروسته به جمهوررييس بيرته پاکستان ته ستون شي خپلي دندي ته به دوام ورکړي.

ټاکل سوې وه چي زرداري بايد په روانه اونۍ کي د پاکستان د ستري محکمې په وړاندي حاضر شوی وای او د هغه ليک په اړه يې معلومات ورکړي وای چي په واشنگټن کي د پاکستان سفر امريکايي چارواکو ته ليږلی وو.

په دغه ليک کي د پاکستان ملکي حکومت له امريکا څخه غوښتي وه، چي د دغه هيواد د پوځ په وړاندي ورڅخه ساتنه وکړي.

دغه راز زرداري بايد د پاکستان سنا ته د ناټو د هغه بريد په اړه هم معلومات ورکړي وای چي ۲۴ پاکستاني سرتيري پکښي ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل