1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري: پاکستان د بن لادن څخه ساتنه نه کوله

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

د هغه وروسته چي څرگنده سوه اُسامه بن لادن په پاکستان کي موجوده ؤ او اسلام آباد ته نژدې ووژل سو نو د پاکستان د تگلارې په وړاندي يو شمېر سوالونه رامنځ ته سول.

https://p.dw.com/p/117xJ
ولسمشر آصف علي زرداري
ولسمشر آصف علي زرداريانځور: AP

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ويلي دي چي هغه گمانونه چی گواکي د پاکستان پوځ د القاعدې د شبکې مشر اسامه بن لادن څخه په دغه هيواد کی ساتنه کوله سم نه دی. ده زياته کړې چي پاکستاني پوځيانو په هغه عملياتو کي چي په ترڅ کي يې پرون اسامه بن لادن ووژل شو گډون نه درلود. د نوموړي په وينا دغه لاس ته راوړنه متحده ايالاتو سره د پاکستان د لس کلن گډ کار پايله ده.

د القاعدې د تروريستي شبکې مشر اُسامه بن لادن پرون د ايبټ آباد په سيمه کي چي د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په شل کیلومترۍ کي پرته ده ووژل شو. هغه کور چي اسامه بن لادن په کښي مېشت ؤ د پاکستان د پوځ یوې اکاډمۍ ته نژدې پروت دی. دا په داسي حال کي ده چي گُمان کېده اسامه بن لادن به د پاکستان او افغانستان تر منځ پرتو سيمو کي وي.

زرداري همدا راز وويل: «دا چی گواکي د پاکستان پوځ د اُسامه بن لادن څخه ساتنه کوله کيدای شی چي په کېبل کي یو ښه خبر وي خو دغه خبر حقيقت نه لری.»

دا په داسي حال کي ده چي هندي چارواکي وایي چي دا چي اُسامه د پاکستان پلازمېني ته نژدې ووژل شو دا خبره ثابتوي چي پاکستان د ترورستانو اډه ده.

د هند د کورنيو چارو وزير پرون په يوه خبرپاڼي کي وويل: «دا چي ولسمشر اوباما وويل چي اسامه بن لادن په ايبټ آباد کي د امريکايي ځواکونو لخوا وژل سوی موږ يي لا ډير انديښمن کړو. ځکه چي دغه سيمه د پاکستان پلازمېني، اسلام آباد، ته ډيره نژدې پرته ده. دغه خبره زموږ انديښني لا ډيره وي چي پاکستان د بيلا بيلو تروريستي شبکو پټنځای دی.»

مسعود جهش / آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی