1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرهاوه زلميان افغان پوځ ته د شاملېدو دپاره په کتارونو کي ولاړدي

۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبه

د افغان پوځ بهرني روزونکي وايي چي پر شرايطو برابر څلور زره ځوانانو په دي ورستيو کي له پوځ سره يو ځای کيدو لپاره نومونه ليکلي دي.

https://p.dw.com/p/Pwu0
ټاکل سوې چي افغان دولت په ۲۰۱۴ کال کي د ملک ټولو امنيتي چارو ته اوږه ورکړي.
ټاکل سوې چي افغان دولت په ۲۰۱۴ کال کي د ملک ټولو امنيتي چارو ته اوږه ورکړي.انځور: AP

پوځي روزنيزو مرکونو ته تر داخلېدو د مخه د دغو زلميانو څخه لومړی فزيکي او د سواد د زده کړي آزموينه اخيستل کيږي.

د کابل د پوځي روزنيز مرکز د امريکايي سالاکارانو مطبوعاتي دفتر وايي چي له دغو څلورو زرو کسانو څخه لومړۍ ډلي بدني فزيکي آزموينه تيره کړي او اوس به ترينه د سواد آزموينه اخيستل کيږي.

د دغه دفتر د رسنيو د اړيکو د څانګي مسولي ميرمن Clinton Atkins دويچه ويلي ته وويل يوازي لس سلنه کسان ښايي له فزيکي اړخه و نه توانيږي چي تر لومړۍ آزمويني ووزي.

له دغو داوطلبانو څخه د منډي، د وزن د پورته کولو او دغه راز د سترګو او غوږو د قوي آزموينه اخيستل کيږي.

د افغان پوځ امريکايي مشاورين وايي چي دا ځل په دغو څلورو زرو کسانو کي چي پوځ ته د داخليدو لپاره يې نومونه ليکلي هيڅ يوه ښځينه کانديده نه ليدل کيږي په داسي حال کي چي تير کال ځيني ښځينه داوطلبانو هم نومونه ليکلي ول.

دا چي دغه زلميان به تر کومه حده وکولای سي د پوځ سره خپله وفاداري ثابته او له فراغت څخه وروسته به خپلو دندو ته دوام ورکړي دي ته به وخت ځواب ووايي.

خو هغه څه چي اوس يي په اړه ډيري ګنګوسي خپريږي هغه دا ده چي يو شمير خلګ وايي ځيني له پوځ سره يو ځاي کيدونکو ځوانانو تر دري مياشتنۍ پوځي روزني وروسته کله چي د ملک په خطرناکو سيموکي ورته دنده سپارل کيږي بيرته د پوځ له ليکوتښتي.

خو د ملي دفاع وزارت وياند بيا دا نه مني. هغه په يوه خبري ناسته کي ويلي ول چي هيڅ کله هم د پوځ له ليکو سرتيري ندي تښتيدلي او داسي پيښه نده رامنځ ته سوې.

د ټيټو امتيازاتو ورکول بله هغه مسله ده چي په يو شمير مواردوکي د پوځ له ليکو څخه د سرتيرو د تيښتي لامل ګرځي.

رپوټونه وايي چي د افغان دولت مخالف قوماندانان خپلو چريکانو ته د مياشتي تر درې سوه امريکايي ډالرو پوري معاش ورکوي په داسي حال کي چي د افغان ملي پوځ د يوه سرتيري معاش د يوه طالب جنګيالي په پرتله ټيټ دي.

دمګړی د افغان ملي پوځ يوه عادي سرتيري ته تر لس زرو افغانيو پوري په مياشت کي معاش ورکول کيږي.

د سياسي چارو کارپوهان په دي اند دي چي همدا عامل سوي چي افغان زلميان له پوځ سره تر يو ځاي کيدو وروسته بيرته خپلو سيمو ته تښتي.

ټاکل سوې چي افغان دولت په ۲۰۱۴ کال کي د ملک ټولو امنيتي چارو ته اوږه ورکړي.

دمګړی د افغان ملي پوځ د سرتيرو شميره څه باندي ۱۴۴۰۰۰ تنوته رسيږي چي يوازي۳۰۰ تنه يي ښځينه دي.

افغان دولت وايي که څه هم له ټاکل سوي مودي وروسته دوی د نړيوالي ټولني دوامدارو مرستو ته اړتيا لري خو هغه څه چي په هغه کال به تر سره سي هغه له بهرنيو ځواکونو کورنيو ته د مسوليتونو د سپارلو مسله ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل