1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلالي: د چارواکو د شتمنيو ثبتول يوه عادي پروسه نه ده

۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبه

د افغانستان د څارني د عالي ادارې مرستيال عبدالرزاق زلالي د المان ږغ سره په يوه ځانگړې مرکه کي وويل چي تر اوسه پوري د ۱۷۸۵ عالي رتبه مشرانو د جملې څخه يوازي حامد کرزي او عبدالسلام عظيمي فورمې ثبت کړي دي.

https://p.dw.com/p/OzW8
د اداري فساد سره د مبارزې د څارني د عالي ادارې مرستيال عبدالرزاق زلالي
د اداري فساد سره د مبارزې د څارني د عالي ادارې مرستيال عبدالرزاق زلاليانځور: DW

دويچه ويلي: په دې ورستيو کي د افغان عالي رتبه چارواکو د شتمنيو د ثبتولو پروسه پيل سوې ده اوس تر کومه حده رسيدلې ده؟

زلالي:د شتمنيود ثبت پروسه په ډيره چټکۍ سره روانه ده چي حدوداْ۱۷۸۵ عالي رتبه مشرانو ته فورمې سپارل سوي او تر اوسه پوري يوازي ولسمشر کرزي او د ستري محکمې مشرعبدالسلام عظيمي خپلي فورمې د اداري فساد سره د مبارزي د څارني په عالي اداره کي ثبت کړي دي.

دا جوته خبره ده په هره ټولنه کي چي کار روان وي څه نا خوالي او څه خبري را مخ ته کيږي.د حکومتي چارواکو د شتمنيو د ثبتولو په خاطر، بايد ووايم چي دا يوه عادي پروسه نده، يوه عادي مرحله نه ده زيات زيار او زحمت غواړي.

دويچه ويلي: تاسو تر کومي اندازې باوري ياست چي د چارواکو له لوري به په فورمو کي ثبت سوي او درج سوي ارقام واقعي دو؟

زلالي: دا خبره جوته ده هغه معلوماتونه چي د کابينې غړو يا د دولت نورو اراکينو په خپلو فورمو کي ليکي، ما مخکي عرض وکړ چي لومړي ثبت کيږي، بيا يي بررسي کوو او بيا تحقيق او معلومات په پټه او ښکاره توګه کوو چي دقيق يي کړو.

که څوک له دي څخه سرغړونه کوي يا غلط معلومات را کوي د ولسمشر د ۶۱ ګڼي فرمان له مخه چي په لسمي ماده کي يي راغلي چي د څارني عالي اداره د حکومتي کارکونکو د شتمنيو څيړنه او خپرولو دنده لري، او که چيري کوم کس د خپلو شتمنيو په برخه کي حقايق پټ کړي هغه به څارنوالۍ ته معرفي کيږي.

دويچه ويلي: زيات خلک ستاسو پر ادارې انتقادونه لري ايا تاسو په خپلو کارونوکي تر کومه حده جدي عمل کوي؟

زلالي:له اداري فساد سره د مبارزي د څارني عالي اداره دري رياستونه لري چي يو د شکايتونو د اوريدو، بل يي د نظارت او دريم يي د جرمونو د څيړني او تعقيب رياست دی، که څوک ستونزه ولري د شکايتونو اوريدو رياست ته خپل شکايت ورکړي د ټليفون او يا مخامخ په توګه، د شکايتونو اوريدو کميسيون دنده لري چي دغه مسله وڅيړي هغه په مشخصو چوکاټونو کي اچوي بيا يي خپلو نورو رياستونو ته د لا زياتو تحقيقاتو لپاره استوي.

دويچه ويلي: تاسو به خبر ياست چي د ولسمشر کرزي سلاکار او د ملي امنيت شورا يو تن اداري چارواکي د فساد به تور ونيول سو او بيا دولسمشر په مداخلې بيرته آزاد سو ستاسو اداري موقف به دغه برخه کي څه دی او ايا د هغه خلاصون سم کار وو؟

زلالي:دا يوه مسله ده چي په رسنيو کي هره ورځ زمزمه کيږي او هر څوک يي په اړه خپل خاص نظر يا خوش بينانه او يا بد بينانه څرګندوي.زما اند دا دی چي ولسمشر د دولت د ريس په توګه لومړني کس دی چي د اساسي قانون ملاتړ کونکي او نافظ دی.

ولسمشر صلاحيت لري چي د خپل فرد فرد رعيت ملاتړ وکړي د دوي د حقوقو د تامينولو به خاطر هلي ځلي وکړي، څرنګه چي ولسمشر صلاحيت لري دخپلو مامورينو او کارکونکو او د ټول ملت حفاظت او حمايت وکړي دا صلاحيت هم لري که چيري د يوه مامو او يا يو وګړي په حصه کي ظلم کيږي بايد مستقيماْ مداخله وکړي او مظلموم د ظالم له منګولو خلاص کړي.

د صالحي خبره چي تاسو وکړه، که چيرته دي کوم مسوليت ولري کوم الزاميت ولري دلته په اداراتو کي قضايه قوه موجوده ده ، څارنوالۍ موجوده ده نوري اداري هم شتون لري، نو دا کولاي شي چي هره اداره په خپله قانوني چوکاټ کي دا مسله وڅيړي او مسولينو ته جزا ورکړي.

دويچه ويلي: ايا ستاسو په نظر داسي ورځ به راسي چي فساد له افغانستان لري سي او فساد په کامله توگه له مينځه ولاړ سي؟

زلالي: ولي نه په دې برخه کي له حکومت سره د خلکو همکاري ډيره اړينه ده، د بيلګي په توګه ځيني وختونه هغه کسان چي کاري وړتيا نه لري پر لوړو حکومتي چوکيو ټاکل، کار و اهل کار ته نه سپارل، داسي نور مسايل چي په حکومتي چوکاټ کي ليدل کيږي او بايد ورته ډير پام ونيول سي او په دقت کسان غوره سي.

يوه مسله ده چي زه ورته اشاره کوم موږ د پارلماني انتخاباتو په درشل کي يو، زموږ ټول وطنوال بايد هڅه وکړي چي وړتيا ولري، اهليت، شايستګي او ښه تيره سابقه ولري او هغه کسان غوره کړي چي ښه سابقه ولري او په فساد کي د ښکيلتيا سابقه و نه لري.

دويچه ويلي: پر کابل سربيره په ولايتونو کي هم خلک له فساد څخه سخت په تنگ سوي تاسو په ولايتونو کي څه ډول اجرات کوي او ايا هلته هم د نظارت د عالي ادارې نمايندگي سته.

زلالي: له اداري فساد سره د مبارزې د څارني عالي اداره د خپل جوړښت له مخه په شپږو زونونو کي بايد څانګي ولري، چي پکښي د کندهار، مزار شريف، جلال آباد، هرات او قندوز زونونه شامل دي. تاسو به خبر ياست چي د څارني عالي اداري له جوړيدو تر اوسه يو نيم کار تيريږي، موږ تر اوسه پوري خپل د مرکز تشکيل جوړ او پوره کړی دی.

مرکه کونکی: جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل