1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلزلې په چین کې ۷۱ کسان ووژل

مسعود جهش (رویترز)۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبه

د شنبې په ورځ د چین په لیرې پرتې او غرنۍ سویل لویدیځې برخه کې د ریشتر په مقیاس ۶.۶ درجې زلزله وشوه، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۲۰۰ تنه نور ټپیان شول. زلزله د سیچوان په ولایت کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/18Jo3
انځور: Reuters

زلزله د چین په سیمه ییز وخت د سهار په ۸:۰۲ پېښ شوه. دغه زلزله دومره پیاوړې وه چې ټکانونه یې پر «یان» ښار سربیره ځینو نورو ښارونو ته هم رسیدلي دي. د زلزلې په مهال ډیر شمیر کسان له خپلو کورونو او لوړو ودانیو څخه راوتلي دي.

د چین رسمي خبري آژانس شین هاو، ویلي دي چې تر اوسه پورې د دغې زلزلې له کبله د ۷۱ تنو د وژل کیدو خبر تاييد شوی دی. دې خبري آژانس زیاته کړې ده چې د ۲۲۰۰ ټپي شویو کسانو له ډلې څخه د ۱۴۷ تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

چینايي چاواکو اعلان کړی دی چې د دغې طبعي پېښې له قربانیانو سره د مرستې له پاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي. د شین هاو خبري آژانس په حواله اوس سیمې ته ۶۰۰۰ سرتیري استول شوي دي ترڅو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د زلزلې له کبله ورته زیان رسیدلی دی.

د زلزلې له کبله ډیر شمیر کسان د لوشان په سیمه کې وژل شوي دي. په دې ځای کې بریښنا او اوبه هم بندې شوې دي. په چینایي رسنیو کې ښوول شوي انځورونه په دې ځای کې ویجاړې شوې ودانۍ او داسې کسان ښيي چې د زلزلې پر مهال ټپي شوي او په خیمو کې یې درملنه کیږي.

ویل شوي دي چې ژغورونکو ډلو د لوشان په ښار کې له ویجاړو شویو ودانیو څخه ۳۲ کسان ژغورلي دي. په سیمه کې یوې ډاکترې د شین هاو، خبري آژانس ته ویلې دي: «موږ اوس ډیر مصروفه یو. اته یا نهه ټپي شوي کسان دلته راوړل شوي دي. ډاکتران د دغو ټپیانو په درملنه بوخت دي.»

د چینګدو ښار یوه اوسدونکو رسنیو ته ویلي دي چې هغه د یوې ودانۍ په ۱۳ منزل کې وو چې د زلزلې ټکانونه یې احساس کړل. دې وګړي ویلي دي چې ودانۍ د ۲۰ ثانیو له پاره ولړزیده. دغه ښار د زلزلې له اصلی مرکز څخه شاوخوا ۱۴۰ کيلو متره لیرې پروت دی. اوس هم په سیمه کې ځینې واړه ټکانونه احساسیږی.