1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زموږ کهکشان له یوه بل کهکشان سره جنګیږي

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه

هغه کهکشان چې موږ پکښې ژوند کوو ښايي په راتلونکې کې له یوه بل کهکشان سره وجنګیږی. خو د ناسا کارپوهان د دې موضوع په اړه اندیښمن نه دي. ځکه چې د هغوی د محاسباتو له مخې، دغه پېښه څلور میلیارده کاله وروسته رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/157ZK
انځور: NASA

د ناسا یو تلیسکوب چې «هایل» نومیږي ښيي چې هغه کهکشان چې د ځمکې کره پکښې په حرکت کې ده ښايي په راتلونکې کې له خپل ګاونډي کهکشان سره وجنګیږي. د دې پېښې له کبله به د ځمکې کهکشان چې «د شودو د لارې کهکشان» ورته ویل کیږي، په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

ستوري پیژندونکي له ډیر پخوا په دې خبره پوهیږي چې د «د شودو د لارې کهکشان» د خپل ګاونډي کهکشان په لور د حرکت په حال کې دﺉ. دغه دواړه کهکشانونه په ساعت کې د ۴۰۰ زره کیلو مترو په سرعت د یو بل په لور روان دي.

لا تر اوسه پورې دا خبره روښانه نه وه چې دغه دوه کهکشانونه د یو بل په لور په مستقیم ډول راروان دي او که نه؟ خو اوس د ناسا د تیلیسکوب په مرسته دغه خبره روښانه شوې ده.

«سانګومو توني دریم» چې یو امریکایي ستورۍ پیژندونکی دﺉ وایي: «موږ اوس له شاوخوا یوه قرن وروسته، د شودو د لارې او د هغه د ګاونډې کهکشان د برخلیک په اړه روښانه انځور لرو. موږ اوس پوهیږو چې څو میلیارده کاله وروسته به څه پېښ شي.»

دغې نوې موضوع ستوري پیژندونکي حیران کړي دي. «رونالد فان درمارسل» یو بل ستوری پیژندونکې وايي چې د هایل د تیلسکوب په مرسته هغوی د لومړي ځل له پاره په دې توانیدلي دي چې د شودو د لارې د کهکشان او د هغه د ګاونډي کهکشان د حرکت مسیر روښانه کړي.

دغه کارپوه وایي: «وروسته له دې چې دواړه کهکشانونه سره وجنګیږي، له هغوی څخه به یو لوی بیضوي کهکشان جوړ شي.»

په دې ترتیب سره نو تر دې پېښې وروسته زموږ شمسي نظام یو بل ځای ته لیږدول کیږي، خو په پشپړه توګه له منځه نه ځي.

په فضا کې د کهکشانونو جنګیدل، پر ځمکه له ترافیکي پیښو سره توپیر لري. د کهکشانونو په جنګیدو کې هغوی د یو بل له منځه تیریږي او ډیرې کمې داسې پېښې رامنځ ته کیږي چې ستورې په مستقیم ډول له یو بل سره وجنګیږي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم