1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« زه بارک حسين اوباما په آزاده توګه لوړه کوم ... »

۱۳۸۷ بهمن ۲, چهارشنبه

د امريکې هيواد په خپل څه د پاسه 200 کلن تاريخ کې چې يو وخت پکې مرييتوب خور وو، د لومړي ځل لپاره يو افريقايي تباره، ولسمشرۍ ته رسيږی.

https://p.dw.com/p/GdR5
بارک اوباما په انجيل باندی لاس ايښی او لوړه وکړه
بارک اوباما په انجيل باندی لاس ايښی او لوړه وکړهانځور: AP

د کانګرس د زينو پر سر چې هغه هم يو وخت په مرييانو جوړې شوی، اوباما خپل کيڼ لاس د دابراهام لينکلن په انجيل کيښود او ښی لاس يي پورته کړ اود وفادارۍ هغه لوړه يي وکړه، چې د امريکې د متحدو ايالتونو د قاضی القضات لخوا په داسې حال کې چې د ده پوره نوم يي اخيسته لوستل کيده:

« زه بارک حسين اوباما په آزاده توګه لوړه کوم چې، د امريکې د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ دنده به د مسؤليت په احساس سره سرته رسوم او د اساسی قانون له واقعی ارزښتونو به په پوره توان ساتنه کوم. د لوی تعالی په مرسته.

د واشنګتن په لرغوني ملی ډګر کې د دوه ملیون تنو شور او زوږ له تصور څخه وتلی وو. که څه هم چې د مراسمو په لړ کې ځنډ پيښ شو خو خلک دده تر شا ولاړ دی.

دغه مراسمو ته د دوو ميليونو په شاوخوا کې خلک راټول شوی وو
دغه مراسمو ته د دوو ميليونو په شاوخوا کې خلک راټول شوی ووانځور: AP

اوباما تل څرګنده کړيده چې: زه د ټولو امريکايیانو مرستې ته اړتيا لرم، څو دغه هيواد له ژور کړکيچ څخه وباسم. نوي ولسمشر په خپله وينا کې وروسته څرګنده کړه چې، دی به د تير ولسمشرجورج ډبليو بوش بر عکس چې د امريکې د متحدو ايالتونو د ټوټې کولو تور ورباندې دی،عمل وکړی:

« په دې ورځ موږ راټول شوي يو، ځکه موږ د ويرې پر ځای هيله ټاکلې ده او او د لانجې او دوه رنګۍ پر ځای مو يووالی ټاکلی دی. په دې ورځ موږ د وړو غوسو، غلطو وعدو، د مقابل لوری د ملامتولو او تنګ نظری پای اعلانوو، چې ډيره موده يي زموږ سياست تر ستونی نيولی وو.»

د مراسمو په پای کې د اوباما د دندې د نيولو په وياړ يو رسمی پريټ تر سره شو. د موزيک د ښوونځي د آرکستر څه ناڅه 100 تنه، د ورزشی ټولنو او اطفاييې ډلې په دې سړه هوا کې د کانګرس له مخې تير شول او د پنسلوانيا اوينو له لارې د سپينې ماڼۍ خواته په پريټ روان شول.

لا د بارک اوباما د ولسمشرۍ د جشن په مراسمو کې د امريکې د متحدو ايالتونو حکومت لومړی پريکړه وکړه. د چارشنبې په ورځ د دفاعی چارو وزير رابرت ګيتس او لارښودونکی جنرالان، په عراق او افغانستان کې د پوځی ستراتيژی د مشورو لپاره بلل شويدی.

خو لومړی د واشنګتن په واټونو کې له يو مليونونو څخه زياتو کسانو د اوباما هرکلی وکړ.