1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زه بې گناه نیول شوی وم»

مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۲۱, جمعه

د CIA د ربړونې رپوټ د ځینو پخوانیو بندیانو ټپونه تازه کړل. که څه هم افغان ولسمشر په خپل هیواد کې د ربړول شوو بندیانو د حثیت د اعادې خبره کړې ده، خو یو پخوانی بندي باور نه لري چی څوک د هغه او نورو بندیانو ټپونه درمل کړي.

https://p.dw.com/p/1E31J
انځور: picture alliance/dpa/Michelle Shephard

د امریکا متحده ایالاتو د سنا له خوا د دغه هیواد د مرکزې استخباراتي سازمان یا CIA له خوا د بندیانو د ربړونې په اړه خپور شوي رپوټ په نړیواله کچه غبرگونونه راوپارول. افغان ولسمشر د رپوټ تر خپریدو وروسته د CIA له خوا د بندیانو ربړونه غیر انساني وبلله. غني په امریکایي زندانونو کې د افغان ربړول شویو بندیانو د شمیر په اړه معلومات وغوښتل او ویې ویل چې د بې گناه کسانو د حیثیت د اعادې په موخه به لازم اقدامات ترسره کړي.

حیا محمد سهاک د ۲۰۰۹ کال د وروستیو میاشتو په یوه شپه په خپل کور کې ویده وو چې د امریکایي ځواکونو له خوا ونیول شو او بیا د بگرام زندان ته یوړل شو. هغه وایي چې پرته له کومو اسنادو او جرم څخه زندان ته یوړل شو: «هیڅ خبره نه وه. د شپې درې بجې وې زه په خپل کور کې ویده وم. راغلل د کور شا او خوا یې محاصره کړه او زه یې له ځان سره بوتلم. نه یې پر ما ثبوت درلود او نه هم کوم اسناد. زه په غزني کې دکاندار وم. چې څیړنې یې وکړې او پوه شول چې پر ما څه نه لري بیا یې خوشي کړم.»

د گوانتانامو بې زندان یوه بیلگه
د گوانتانامو بې زندان یوه بیلگهانځور: picture-alliance/dpa/Shane T. McCoy/US Navy

حیا محمد په بگرام زندان کې د څیړنو پر مهال د اوږدې مودې له پاره د روښانه څراخ مخې ته کښینول کیده او د څیړنو تر پای ته رسیدو وروسته به بیرته خپلې خونې ته لیږدول کیده. هغه تر درې نیمو میاشتو وروسته کله چې یې په خبره پر ضد کوم ثبوت او شواهد و نه موندل شو د امریکایي ځواکونو له خوا آزاد کړای شو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د سنا له خوا د یوه خپور شوي رپوټ په حواله امریکايي مرکزي استخباراتي سازمان یا CIA په افغانستان او د نړۍ په یو شمیر نورو سیمو کې له یو شمیر بندیانو سره تر هغه څه ډیر بد چلن کړی دی چې حیا محمد ورسره مخامخ شوی دی. د دغه رپوټ په حواله CIA د څیړنو پر مهال بندیان په تحقیرونکي شکل ربړولي دي.

«ربړول شوي بې گناه کسان به اعاده حیثیت شي»

ولسمشر غني د دغه رپوټ تر خپریدو لږ وروسته د چهارشنبې په ماښام غبرگون وښود او هغه یې په کلکو ټکو وغانده. ولسمشر غني خپور شوی رپوټ «لړزونکی» وباله او روښانه یې کړه چې په ځینو مواردو کې داسې کسان ربړول شوي دي وروسته یې بې گناهي ثابته شوې ده. ولسمشر غني وویل: «موږ غواړو چې د دوی نومونه معلوم شي شمیر یې تعین شي او موږ پوه شو چې دوی څوک دي ترڅو د هغوی د حقوقو او حیثیت د اعادي له پاره اقدام وکړو.»

Symbolbild Folter
انځور: Amnesty International

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانگې استازې حوریه مصدق، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت کولای شي له خپلو ظرفیتونو څخه د استفادې له لارې د نړیوالو سازمانونو په مرسته د بندیانو د حیثیت د اعادې په برخه کې کار وکړي. هغې زیاته کړه: «زه فکر کوم چې دا یو ښه اقدام دی چې افغان ولسمشر د دې موضوع غوښتنه کړې ده. خو زه غواړم ووایم چې د پخواني افغان ولسمشر په گډون څو وارې له امریکایانو څخه غوښتنه شوې وه چې اصلاحات رامنځ ته کړي خو هیڅ وخت دغه کار و نه شو.»

په اوسني وخت کې د کافي معلوماتو نه شتون، له امریکایي زندانونو څخه د آزادو شویو کسانو د موندلو ستونزمنتوب او له هغوی سره د شویو احتمالي ربړونو تصدیق د دغو کسانو د حیثیت د اعادې پر وړاندې پرتې ستونزې دي. له بلې خوا یو شمیر کسان په دې باور هم دي چې افغان حکومت د دې وړتیا نه لري چې په دې برخه کې د خپلو وگړو له حقوقو څخه دفاع وکړي.

خو ښایي یو شمیر پخواني بندیان هم له جنجالونو څخه د لیرې پاتې کیدو په موخه یو ځل بیا په څیړنو کې ځان ښکیل نه کړي. حیا محمد سهاک هم وایي چې نه غواړي په حقوقي جنجالونو کې له ښکیلیدو سره له کار او باره پاتې شي: «زه خو اوس پیریدونکې یم که دا کار وکړم نو له خپل روزگاره پاتې کیږم. هغوی پر ما کوم ثبوت نه لري او نه هم زه له هغوی څه غواړم.»

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانگې استازې حوریه مصدق،
د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانگې استازې حوریه مصدق،انځور: Amnesty International

امریکايي چارواکی: نور په افغانستان کې کوم زندان نه لرو

د غني تر دغو سختو نیوکو وروسته د فرانسې خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ذکر شوی رپوټ ورکړ چې واشنگټن اوس په افغانستان کې کوم زندان نه لري. دغه چارواکي ویلي دي چې وروستي زندانیان هم افغان حکومت ته سپارل شوي دي. د زندانیانو د تسلیمیدو خبره د افغان ولسمشر ویاند نضیف الله سالارزي هم منلې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د سنا له خوا خپور شوی رپوټ د تر ۲۰۰۸ کاله پورې د امریکایانو له خو د بندیانو د ربړونې پیښې څیړي چې یو شمیر یې په افغانستان کې هم رامنځ ته شوي دي.