1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زورزياتی مو له رايو ورکولو نسي راگرځولای»

حسين سيرت۱۳۹۳ خرداد ۱۷, شنبه

په افغانستان کي نزدې یوه اوونۍ وروسته د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاکني ترسره کيږي. د دغه هيواد پر مرکز سربير په نورو ولايتونو کي هرځای ټاکنيز کمپاينونه روان دي او خلک يوازي د ټاکنو په اړه بحثونه کوي.

https://p.dw.com/p/1CEIW
انځور: Mojtaba Mahdavi

په افغانستان کي د ديموکراتيکي پروسې له لاري د واک سپارل هم له وينو تويولو، زورزياتيو او ويجاړيو سره مل دي. خو افغانان وايي چي تر دې زيات نور جنگ او ورانی زغملای نه سي.

په افغانستان کی وروستيو پيښو ته په کتلو سره داسي اندېښنې زياتي سوي دي چي گويا ډيری افغانان به له رايو ورکولو څخه ډډه وکړي. خو افغانان وايي چي هيڅ شان زورزياتی به يې د رايو ورکولو په مخ کي خنډ نه سي.

د کابل يو اوسېدونکی ستار وايي، د دې له پاره چي د خپل هيواد راتلونکې وټاکي په ټاکنو کي به گډون وکړي: «افغانانو د حمل مياشتي پر ۱۶ نېټه وښووله چي په خپلو رايو سره به خپله سياسي راتلونکې ټاکي او اوس به د جوزا مياشتي پر ۲۴ نېټه هم دا وښيي چي خپله راتلونکي ټاکي او رايي کاروي. موږ به د هر ډول خطر سره سره بيا هم په ټاکنو کي گډون وکړو.»

په افغانستان کي د سياسي چارو شنونکي وايي چي د جوازي مياشتي پر ۲۴ نېټه ټاکني د افغانانو له پاره ستر فرصت دی چي په ټاکنو کي په گډون سره خپل هيواد له يوه گړکېچه وساتي.

د کابل پوهنتون استاد محمد اسحاق عارفي وايي، چي په افغانستان کي د واک سپارل له کشمکشونو سره مخامخ ول او ټاکني د دغي ستونزي يوازنۍ حل لاره ده:

«د افغانستان سياسي تير وختونه ډېر روښانه دي، چي هيڅکله د سياسي قدرت انتقال په سوله ييزه توگه او د افغانانو په غوښتنه سره ترسره سوی نه دی.»

د هغه په خبره په افغانستان کي د اقتصادي او سياسي وضعيت د ښه والي له پاره يوازنۍ لار چي وکولای سي د خلکو له ارادې سره سم واک په سوله ييزه توگه انتقال سي انتخابات دي.

افغانان وايي چي له جنگ او بدبخيو څخه د ژغورلو له پاره رايي ورکوي او د يوې ديموکراتيکي پروسې له لاري غواړي په سوله ييزه توگه خپل نوی جمهور رئيس وټاکي.

يو بل تن افغان چي خپل نوم مجتبی ښيي وايي: «داچي افغانان نن در بدره دي سبب يې د زور له لاري د واک ترلاسه کول ول. حتی موږ خپل مکتبونه له لاسه ورکړي ول. زموږ اولادونه او خوندي له تحصيله بې برخي ول. موږ د جنگونو او کودتاوو له لاسه در بدره سوي وو. موږ غواړو چي د واک انتقال په سوله ييزه توگه ترسره سي.»

د کارپوهانو په اند که په افغانستان کي د غبرگولي (جوزا) مياشتي د ولسمشرۍ ټاکني بريالۍ ترسره سي، په دغه هيواد کي نسبي امنيت او ثبات ادامه ومومي.