1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زور واکان او قوماندانان ښځې او نجونې ګواښي»

میرویس جلالزی۱۳۹۱ بهمن ۱۴, شنبه

د افغانستان د بشري حقونو سازمانونو د بشري حقونو د څار سازمان هغه رپوټ تأیید کړی چې وایي په دې هیواد کې د بشري حقونو حالت ډیر ناوړه دی. په دې رپوټ کې ویل شوي چې کیدای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان حالات لاپسې خراب شي.

https://p.dw.com/p/17X0A
انځور: AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په خپل کلني رپوټ کې وویل چې له افغانستان څخه به د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته بشري سرغړوني لا پسې زیاتي شي. په رپوټ کې راغلي دي چې اوس هم د افغانستان په یو شمیر سیمو کې جنګسالاران او مفسد چارواکي واکمن دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو راهیسې په افغانستان کې ډیر کار شوی خو بیا هم په دې هیواد کې نجونې او ښځې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په رپوټ کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې افغانې میرمنې کیدای شي په وروستیو کلونو کې خپلې راسته راوړنې یو ځل بیا له لاسه ورکړي.

د افغانستان د ښځو چارو مدافعینې هم دغه رپوټ تأیدوي او حالت تر هغه څه ډير ناوړه بولي چې د بشر د حقونو د څار سازمان په خپل کلني رپوټ کې انځور کړی دی. د افغانستان د بشري حقونو کمشنرې ثریا صبحرنګ، وایي چې په لريو پرتو سیمو کې ښځي د اربکیانو او سیمه ییزو جنګسالارانو له خوا ډیرې کړول کیږي.

میرمن صبحرنګ وایي: «په کومو سیمو کې چې زورواکان، قوماندانان دي، اربکیان او سیمه ییز پولیس موجود دي، هلته د ښځو پر وړاندې جنایتونه ډير واضح او روښانه دي او په کې ډیروالی راغلی دی.»

د بشر د حقونو د څار سازمان ویلي دی چې د افغانستان په عدلي سیستم کې نیمګړتیاوي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندي یو جدي ګواښ دی. رپوټ کاږلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې ش۴۰۰ افغانې نجونې او ښځې له کور څخه د تېښتې په جرم زندان ته استول شوي.

د افغانستان د بشري حقونو د څار یوه چارواکي لعل ګل لعل، دویچه ویله ته وویل چې ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته د بشري حقونو ناقضین د زیات خونديتوب احساس وکړي. هغه زیاته کړه: «د جنګي مجرمانو په برخه کې هر چا په خپل ځای غفلت کړی دی. تر هغه چې دا پروسه پلي نه شي، نه به شفاف سیاست راشي او نه به هم شفاف حکومت.»

ښاغلي لعل په افغانستان کې د ښځو د وژنې ځینو پېښو ته اشاره وکړه او ویویل چې لا تر اوسه پورې د دغو پېښو لاملین معلوم شوي نه دي. هغه زیاته کړه: «په دې هیواد کې دوه مخی عدالت موجود دی. نړیواله ټولنه ولي دلته مداخله نه کوي. د دې جنایتونو په برخه کي نه یوازي افغان حکومت بلکې ملګري متلونه، نړیواله جنګي محکمه او نور ټول اړوند سازمانونه مسوولیت لري.»

په خپور شوي رپوت کې راغلي دي چې طالبان او د جګړې نور ښکیل اړخونه له بشري حقونو څخه سرغړاوي کوي. د دې رپوټ له مخې وسله والو یاغیانو د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ښونځیو ۳۴ بریدونه کړي دي.