1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زړې اټومي بټۍ دي نه تړل کيږي

۱۳۸۶ تیر ۲۷, چهارشنبه

د آلمان د اقتصاد وزير په دې هېواد کې د زړو اټومي بټيو د ژر ترژره تړلو سره مخالفت ښودلی.

https://p.dw.com/p/DKIA
لدې بټيوڅخه د انرژۍ په ترلاسه کولو کې ښه کار اخستل کيږي
لدې بټيوڅخه د انرژۍ په ترلاسه کولو کې ښه کار اخستل کيږيانځور: AP
گلوز په جرمني کې په يوې تلويزيوني وينا کې ويلي چې د اټومي بټيو زوړوالی نه بلکي په دې بټيو کې امنيت ډ ير احميت لري.
سربيره پر دې دده په آند د اټومي بټيو پر ځای د نورو منابعو څخه انرژي ژر نسي ترلاسه کيدای ځکه چې د آلمان اتحادي جمهوريت د خپل صنعت لپاره و بريښناته په مناسبه بيه اړتيالري.
بله خوا د جرمني د چاپيريال ساتني وزير گابريل د سه شنبې په ورځ اټومي بټيو ته د يوې کتني وړاند يز کړی چې په هغه کې د اټومي بټيو د تړلو د پلان سره سم خبري وسي.