1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیارت کونکي، که د سپاه پاسدران غړي؟

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه

ایران اوس دا خبره مني چې په سوریه کې د ۴۸ یرغمل شوو ایرانیانو په ډله کې د سپاه پاسداران او د پوځ ځینې متقاعد غړي هم موجود دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هغوی د پوځي ماموریت له پاره سوریې ته نه ول استول شي.

https://p.dw.com/p/15lxC
انځور: picture alliance / dpa

وروسته له څو ورځو چې د سوریې یاغیانو یو شمیر ایرانیان چې ویل کیږي سوریې ته د زیارت له پاره تلل ول، یرغمل ونیول، د ایران دولتي خبري آژانس د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر په حواله ویلي دي چی د دغو کسانو په منځ کی د «اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د پوځ یو شمیر متقاعدین هم موجود دي ».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علی اکبر صالحي، د یاغیانو دا ادعاوې رد کړي دي چې ګواکې هغوی د یوه پوځي ماموریت له پاره سوریې ته تللي ول. صالحي وویل چې دغه کسان د زیات کولو له پاره په سوریه کې ول او کله چې ئې د شنبې په ورځ غوښتل چې بیرته خپل هیواد ته راشي یرغمل شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې ترکیې ته له سفر څخه وروسته کړي دي. صالحي وویل: «ترکیه د سوریې له اپوزیسیون سره اړیکه لري. نو په دې وجه دغه هیواد کولای شي چې زموږ د زیارتکوونکو په آزادولو کې یو مهم نقش ولوبوي.»

د سوریې یاغیانو د خپل فیسبوک په پاڼه کې د دوشنبې په ورځ وویل چې د نوموړو ایرانیانو درې تنه د سوریې د قواوو د بمباریو په پایله کې وژل شوي دي. هغوی ګواښ وکړ چې که چیرې د سوریې رژیم د هغوی پر مرچلو باندې بمبارۍ بندې نه کړي، نو هغوی به «ایرانیان اعدام کړي.»

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد یوې تلویزوني شبکې ته وویل چې ټول یرغمل نیول شوي کسان ژوندي دي. له دې مخکې ایراني چارواکو ټینګار کاوه چې ۴۸ یرغمل نیول شوي ایرانیان ټول زیارت کوونکي دي چې دمشق ته د «اسلام د سپیڅلو ځایونود زیارت له پاره تلل ول.»

دا لومړی ځل دئ چې ایران اعتراف کوي چې د یرغمل شوو کسانو په ډله کې د پوځ او سپاه پاسداران ځینې متقاعد غړي موجود دي. که څه هم د یرغمل نیول شوو ایرانیانو په هکله نه د تهران او نه هم د یاغیانو ادعاوې په خپلواکه توګه تصدیق کیدای شي، خو کارپوهان په دې نظر دي چې د حیرانتیا خبره باید نه وي چې ایران د سوریې له رژیم سره نه یوازې له سیاسی بلکي له پوځي لحاظه هم ملاتړ وکړي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش