1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سالنګي: د پروان برید د بهرنیو کار وو

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

استخباراتي معلومات ښیې چې د چاریکارو د تیرې یکشنبې ورځي په برید کې د پاکستان د شمالي وزیرستان وګړي ښکیل ول. دغه معلومات د پروان ولایت څارګرې ادارې د بریدکونکو پرجسدونو تر تحقیق وروسته تر لاسه کړي دي

https://p.dw.com/p/12HIN
د پروان والي، عبدالبصیر سالنګي
د پروان والي، عبدالبصیر سالنګيانځور: DW

د پروان د ولایت د والي، عبدالبصیر سالنګي، پر دفتر په دغه ډله یز یرغل کې لږ تر لږه ۲۷ تنه ووژل سوي او شاوخوا ۳۵ نور ژوبل سوي ول.

سالنګي وایی شواهدو او د برید کونکو د بدن په پاتي شونو تر سره شوي څیړنو وښوده، هغه شپږ کسه چې دغه ډلیز یرغل يې تر سره کړی وو د پاکستان د شمالي وزیرستان وګړي ول.

نوموړی زیاتوي د برید اصلي موخه دی وو خو ډیره مرګ ژوبله بي ګناه ولسي خلکو ته واوښته. پروان چې د کابل شمال لوري ته پروت دی ډیری سیمی یې د حکومت تر ولکې لاندي دي خو یوازي د غوربند دره څه نا څه نا امنه ده او د کاپیسا له تګاب ولسوالۍ څخه هم دغه ولایت ته امنیتي ګواښونه مخامخ دي.

بصیر سالنګي چې د طالبانو پر ضد د شمالی ایتلاف مقتدر قوماندان پيژندل کیږي وایې دغه برید کونکي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند په همکارۍ چاریکارو ښار ته راوړل سوي ول. که نه نو هغوي په یوازي سر او د سیمې د کړیو له همکارۍ پرته دغه واړه ښار ته د را ننوتو جوګه نه ول:

« د هغوي له مړو په واضح ډول ښکاري چی هغوي بهرني اتباع ول یعني د پاکستان. دا ترهګر د طالبانو په همکارۍ پروان او بیا د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند د خاښي په مټ چاریکارو ښار ته راوړل سوي ول.»

د پروان والي له برید دوه ورځي وروسته رسنیو ته وویل چی ده لا د وړاندي په دی اړه معلومات درلودل چې یوه ډله ترهګر په ښار کې د وران کاري برید لپاره تابیا نیسي. خو دا چی پولیس ولي د دغه پلان له خبریدو سره سره د هغه په مخ نیوي کی پاتي رغلل، والي یی لامل د پولیس ځواک کمزورتیا او غفلت په ګوته کوي. سالنګي وایې:

« د دغه برید مخه نیول کیدای سوای، برید کونکی همدلته په کومه نږدې سیمه کی وو، ځکه په یولس نیمو بجو یی برید وکړ، چاریکار دومره لوی ښار هم ندی چی مونږ ووایو امنیت ساتل یی ګران کار دی، دا منو چی په دغه برخه کی غفلت سوی. »

په ورته وخت کی د چاریکارو ښار که څه هم دوه ورځي دمخه د خونړیو بریدو شاهد وو خو اوس پکي بیرته حالت عادي ښکاري.

د پروان والي د چاریکارو ښار اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د ورته پیښو د تکرار څخه د مخ نیوي لپاره یی اضافي پولیس ځواک ښار ته په را ننوتونکو دروازو کی ځای پر ځای کړی دی.

کابل/ جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم