سامسونګ خپلو ټولو شريکانو ته تاوان ورکوي
۱۳۹۵ مهر ۲۷, سهشنبهسامسونګ اليکترانکس د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱۸ نيټه) وويل چې دغه شرکت به د نوټ ۷ ځیرک تليفون له امله د دوی شريکانو ته رسيدلې تاوان ورکړي او همدا راز به ور ته د نورو ماډلونو د جوړولو دنده هم وسپارله شي څو ورته رسيدلې تاوان راکم کړل شي.
د جنوبي کوريا دغه شرکت دا هم ويلي چې د نوټ ۷ د هغو پرزو ټول تاوان به هم ورکړي چې د توليد دنده يې سپارل شوې وه خو لا استعمال شوې نه وې. د شرکت له خوا زياته شوې دوی به توليدونکي شرکتونو ته د هغو موادو تاوان هم ورکړي چې دوی د تليفون د بيلا بيلو برخو د جوړولو له پاره رانيولي ول خو دغه برخې لا په بشپړه توګه توليد شوې نه وې.
د سامسونګ شرکت په یوه اعلاميه کې د دې ويلو پرته چې د څومره تاوان اټکل کوي، ويلي: « سامسونګ به د شريکو شرکتونو د تاوان کچه معلومه کړي او ډیر ژر به دغه تاوان جبران کړي.»
په الوتکې کې یې پر ليږد بنديز
که څه هم چې زياتره ځيرک تليفونونه په بهر کې توليديږي، خو سامسونګ د سيمه ايزو توليداتو یو مهم مشتري وو او له حکومت او مرکزي بانک له استازو څخه يې غوښتنه کړې چې د ګلکسي نوټ ۷ تليفون په اړه خپلې انديښنې ورسره شريکې کړي.
د ځيرکو تليفونو ددغه ستر توليدونکي شرکت تيره اوونۍ د خپل نوي توليد شوي تلیفون ګلکسي نوټ ۷ خرڅلاو د هغه وروسته ودراو چې د تليفون د بطرۍ د اور اخیستنې پيښې زياتې شوې.
ډيرو هوايي شرکتونو هم د اور اخیستنې پر رپوټونو د غبرګون په توګه د پروازونو پر وخت د دغه تليفون پر ليږد بنديز ولګاو.
د سامسونګ شرکت په دې هڅه کې دی چې په نړیوال بازار کې خپل ځای خوندي وساتي او له همدې امله تراوسه په ټوله نړۍ کې کابو ۲.۵ میلیونه او یوازې په چین کې ۱۹۰ زره دغه تلیفونونه بیرته راټول شوي دي.