1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سان سوچي 65 کلنه شوه خو لا تر اوسه په زندان کي ده

۱۳۸۹ خرداد ۳۰, یکشنبه

اونګ سان سوچي د تيرو 20 کلونو زيات وخت په خپل کور کی تر نظربند او يا په بنديخانه کي تير کړيدي .له ملګرو ملتو نيولي ترد بشري حقونوسازمانونو پوري سوچي د ږيږديو په کاليزه کي د هغی دآزادي لپاره غږ پورته کړ

https://p.dw.com/p/Ny0j
د سان سوچي د آزادي لپاره د حکومت ضد مظاهره کونکي د نوموړي د زندان يو صحنه تمثيلوي
د سان سوچي د آزادي لپاره د حکومت ضد مظاهره کونکي د نوموړي د زندان يو صحنه تمثيلويانځور: AP

د برما د حکومت مخالفه مشري، سان سوچي مخکي له دي چي بنديخاني ته واچوله شي. په خپل کور کي نظر بنده وه. دليل يي دا دي چي هغي باندي تور ولګول شو چي د نظر بند له شرايطو يي سرغړونه کړي ده.

. په رسمي توګه د دي دا جزا د دسمبر په مياشت کي پاي ته رسيږي . د دي د نظارت او د بند دحکمونو په اړوند په مانيلا کي دمهاجرو د فري برما کواليشن د ټولني لخوا سخت اعتراضونه شويدي .

په فلپيين کي د «فري برما کواليشن» د مظاهري په ترڅ کي د اونګ سان سوچي دخوشي کيدو غوښتنه کيدله. ، د دي ټولني مشر «ين اباما» وويل چي. پرته له هغه به د برما دحکومت لخوا د سږ کال لپاره اعلام شوي ټاکني هيڅ معني ونلري . هغه زياته کړه: «مونږ هيله لرو چي سان سوچي د برما د پوځي حکومت لخوا خوشي شي ځکه چي ولس اړه ورته لري .د دي خوشي کيدل په برما کي د پخلايني او ديموکراسۍ په لوري يواځنۍ لاره ده. که پوځيان په جدي توګه د ديموکراسۍ د راوستلو ادعا لري بايد د نوبل د سولي د جايزي دغه ګټونکي خوشي کړي.»

مظاهره کونکوله نړيوالي تولني څخه غوښتنه کوله چي د برما په پوځي حکومت باندي فشار راولي. د «فري برما کواليشن» دټولني وياند ايګوي بانس په تيره بيا د اسيا د جنوب ختيځي سيمي له هيوادونو خڅه غوښتنه وکړه چي پدي لاره کي مرسته وکړي برما خپله هم د آسيا د جنوب ختيځي سيمي د هيوادونود ټولني غړي ده .بانس وايي:

«دنوموړو هيوادونوحکومتونه بايد دبرما په پوځي حکومت زور واچوي ترڅولکه هماغسي چي د نوموړي ټولني په منشور کي راغلي دي په برما کي هم د بشري حقونو او دديموکراسۍ د بنسټيزو اصولورعايت وشي.»

جلاوطنی برمایان د سان سوچی لپاره د آزادی غوښتنه کوی
جلاوطنی برمایان د سان سوچی لپاره د آزادی غوښتنه کویانځور: dpa

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس بارک اوباما په ښکاره الفاظو سره ميرمن اونګ ساسوچي ته د هغي د زيږيدني مبارکي وويله .اوباما دميرمن سان سوچي د ټينګي ارادي، د هغي ځغم اوپه برما کي د بشري حقونو او د يموکراسۍ په لاره کي د دي د هغي د مبارزي ستاينه وکړه. .اوباما وويل:« سان سوچي ټولوهغو کسانو ته چي د آزادي، اوعدالت په لاره لاره کي مبارزه کوي، الهام ورکوي.»

د برما د حکومت د مخالفي مشري د آزادي لپاره په په نيويارک کي هم مظاهره شويده. په نيويارک کي د برما د سولي د نوبل د جايزي د دي ګټونکي په پلوۍ په سلهاو وکسه سړک ته راوتلي وو. دامريکا په متحده ايالتونوکي کډوالو برمايانو هم د هغي د خوشي کولو لپاره چيغي پورته کړي.

ويل کيږي ميرمن سان سو چي دسږ کال په ټاکنوکي برخه نشي اخيستلاي

هغه په برما کي د ديموکراسي ملي ګوند مشره هم ده. په ټاکنو د ؛دون لپاره دغه ګوند دوه لاري په مخکي لري. يا به له خپل مشري څخه لاس اخلي او يا په په ټاکنو کي ګډون نه کوي. ويل کيږي چي د هغي ګوند هود کړي چي د برما ټول ټاکني تحريم کړي، مګر داچي پوځي حکومت د هغي مشره سان سوچي له بنده خخه آزاده کړي.

برند موش – بروسکا/ رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم