1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سايبري بريد ډېر څو ملتي شرکتونه اغیزمن کړي

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

د استرليا د «کادبوري» په نوم د چاکليت شرکت د هغه نړيوالۍ سایبري حملې تر ټولو تازه قرباني دی چې ډير شرکتونه یې په نخښه کړي دي. د سايبري بريدونو د دې نوې لړۍ اصلي قرباني اوکراين دی.

https://p.dw.com/p/2fX97
Symbolbild Cyberattacke
انځور: picture alliance/MAXPPP/R. Brunel

د نړي ګڼ شمیر شرکتونو ویلي چې دوی د هغه سايبري بريد څخه اغيزمن شوي چې پيل یې د اوکراين او روسیې څخه شوی دی.

د مونديلز په نوم د چاکليت جوړولو شرکت چې د «اوريوز» او «کادبری» د مارکې چاکليت توليدوي په خپل کارځايونو کې د بريښنا د قطع کيدو رپوټ ورکړې. همدا راز په استرليا کې هم دغه شرکت سه شنبه ناوخته د توليداتو د دريدو خبر ورکړې وو.

د بمبۍ په جواهر لعل نهرو بندر کې د دنمارک د سمندري ليرد راليږد چارې او هم سفرونه هم اغيزمن شوي دي.

د اوکراين د مرکزي بانک له خوا ويل شوي چې ډيرې څانګې یې چې په هغه کې د اوشاد ستر بانک هم شامل دی، د سه شنبې له سهار راهيسې اغیزمنې دي. زياته شوې ده چې پر کار یې سخت اغيز شوې او نورو مالي انستيتوتونه ته خبرداری ورکړل شوې تر څو هغوی خپل امنيتي تدابير لا پسې کلک کړي.

د کيف مرکزي هوايي ډګر، د بريښنا شرکت، د چيرنوبل د اغیزمنې دستګاه د راديو اکتيف وړانګو د کنترول سیسټم او همدا راز د روسیې د «روس نفت» د تیلو شرکت هغه لومړي شرکتونه دي چې چارې یې هغه ويروس چې «پيتيا» او يا «ګولدن اې» ورته ويل کيږي، اغيزمنې کړي.

ويل شوي چې دا سايبري بريد سه شنبه د مسکو پر وخت د ورځې شا او خوا دوه بجې پيل شو.

دغه بريدونو بيا ژر د اوکراين او روسیې ۸۰ شرکتونه اغيرمن کړل او دا لړۍ بيا د «مارسک» په نوم تر دنمارکي شرکت او همدا راز د برېتانیې او فرانسې تر شرکتونو وغځيدله. په امريکا متحده ايالاتو کې هم يو شمیر روغتونونه د دې بريد هدف ګرځيدلي.

د کاسپيرسکي ليب په نوم يوه مسکو ميشتي کمپيوتري شرکت له خوا د فرانسې خبري آژانس ته ويل شوي چې دا ويروس په ټوله نړۍ کې په خپور شوې او ګڼ شمير شرکتونه او څانګې یې اغیزمنې کړي دي.

د روسیې او اوکراين پر شرکتونو د بريد ګر ويروس ډول «رنسوموير» دی چې پر کمپيوترونو یې فايلونو ته قلفونه اچولي او د تاوان غوښتنه یې کړې ده.

کارپوهان وايي چې دا بريد په مي میاشت کې د ترسره شوي د Wanna Cry بريد ته ورته دی چې په ۱۵۰ هیوادونو کې یې  په توليزه توګه د ۲۰۰ زرو زيات قربانيان درلودل.

د مايکرو سوفت وندوز دا امنيتي نيمګړتيا په لومړي ځل د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت ادارې د اسنادو د بربنډيدو پر وخت راښکاره شوه.

«کم ساري» بريدونه

د اوکراين لومړي وزیر ولاډيمر ګرويسمن د فیسبوک له لارې ويلي چې پر هيواد یې دا بريدونه کم ساري دي. خو ده زياته کړې ده چې مهم سسټمونه یې نه دي اغیزمن شوي.  د «روس نفت» شرکت له خوا ويل شوي چې سایبري بريد یې سرورونه سخت ځپلي خو له نيکه مرغه د «بيک اپ سستم» له امله یې د تيلو راويستل او توليد نه دي دريدلی.

د سانت ـ ګوباين بريتانوي شرکت هم د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «د خپلو معلوماتو د ساتلو په موخه مو سسټمونه سره جلا کړي دي.»

د «مارسک» شرکت استازو هلم ويلي چې د سايبري بريدونو پر ضد مبارزه  په نړيواله کچه ډيره پراخه شوې او سږ کال د سايبري ـ امنيت ـ بازار ارزښت ۱۲۰ ميليارد دالره اټکل شوی چې دا د تیرې يوې لسیزې په پرتله کابو ۳۰ چنده لوړ دی.

زموږ له ارشیف څخه