1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساينسپوهان له بولو شراب جوړول غواړي

آژانسونه ۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبه

د بلجيم هيواد ساينسپوهان غواړي چي له بولو څخه د بيرو الکهولي مشروب جوړ کړي. بير په اروپا کي د الکهولي مشروبو يو محبوب قسم دی.

https://p.dw.com/p/1JWd5
Deutschland Verschiedene Biersorten in verschiedenen Gläsern
انځور: Deutscher Brauer-Bund e.V.

د بلجيم د ساينسپوهانو يوه ډله غواړي چي د انسانانو له بولو څخه الکهولي مشروب بير جوړ کړي. دغه ساينسپوهانو د يو لوی فيستيوال له ونډه اخيستونکو څخه هيله کړې ده چي په هغو ځانګړو ځايونو کي بولي وکړي، چي د دغه مقصد له پاره يې د فیستيوال شاوخوا جوړ کړي دي.

د انسانانو د ادرار يا بولو څخه د شرابو جوړولو د دغه تجربې په تړاو د ګېنت پوهنتون د اوبو کارپوه آرنه فرليفده د آلمان و خبري آژانس ته معلومات ورکړل.

د ساينسپوه فرليفده په وينا ساينسپوهان په دغه تجربه کي هغه ميتود په کار اچوي چي په مرسته يې له بولو څخه د څري مواد او د څښاک اوبه فلتر کيږي. د دغه کارپوه په وينا د دغې تجربې اصلي مقصد د بې وزلو هيوادونو له پاره د ارزانه څري جوړول دي.

د فرليفده په وينا په دغه فيستيوال کي به هغه د خپلو همکارو ساينسپوهانو سره په ګډه تقريبا ۱۰۰۰ ليتره بولي جمع کړي. هغه زياته کړې چي د دغو بولو څخه به بیا ۹۵۰ ليتره د چښاک اوبه جوړي کړل سي.

دغه ساينسپوه ويلي دي چي د انسانانو د بولو څخه چي کومي د چښاک اوبه په لاس راسي، هغه به د دولتي کنټرول وروسته يوې فابريکې ته حواله کړي، چي هغه ورڅخه الکهولي مشروب بير جوړ کړي. د هغه په وينا دغه به يو ځانګړی ډول مشروب او د بيرو يو قسم وي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: