1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساپی: عزیزي بانک له بحران سره مخ نه دی

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

ولسي جرګې څو ورځې وړاندې اندیښنه ښودلې ؤ چې عزیزي بانک د ډیوالي کیدو له ګواښ سره مخ شوی دی او په همدې بنسټ یې نن د افغانستان بانک مرستیال، محیب الله ساپی، عمومي غونډې ته رابللی ؤ

https://p.dw.com/p/11wcr
د غزیزي بانک یوه څانګه
د غزیزي بانک یوه څانګهانځور: picture-alliance/Ton Koene

ښاغلي ساپي د عزیزي بانک په اړه ټولې اندیښنې بې ځایه وبللې او ډاډ یې ورکړ چې دغه بانک به له هیڅ راز بحران سره نه مخ کیږي.


هغه وویل چي عزیزي بانک په ټولیزه توګه ۵۸۸ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګه درلوده او د بانکداری د اصولو سره سم هر بانک حق لري چې پورونه ورکړي.


ساپی زیاته کړه چې د دې سربیره عزیزي بانک په نورو بانکو کې هم څه د پاسه ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګه لري. ده له وکیلانو وغوښتل چې په دې برخه کې دې هسې آوازې نه خپروي.


ساپي وویل سره له دې چې دا مهال په افغانستان کې ټول خصوصي بانکونه په سم حالت کې دي خو بیا هم له بانکونو څخه د غوره څارنې په موخه باید په بانکي قوانینو کې یو لړ بدلونونه راوستل شي.


د عزیزي بانک په اړه د افغانستان بانک د مرستیال دا څرګندونې ولسي جرګې ته د قناعت وړ ښکاریدې ځکه هیڅ یوه غړي په دې برخه کې د نیوکې لاس پورته نه کړ. د جرګي غړي، نادر خان کټوازي، خو د افغانستان بانک د مرستیال څرګندونې بیخې پر ځای او د منلو وړ وبللې.


خو د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډې کې د جرګې ډيرو غړو عزیزي بانک د هغو پورونو له امله چې ددغه بانک ونډه والو ورکړي دي د دیوالي کیدو له ګواښ سره مخ بللی ؤ.


د جرګې یوه بل غړي، حاجي ظاهر قدېر، په دې برخه کې د داسې اسنادو لرلو دعوه کړې وه چې له مخې به یې دغه بانک د بحران سره مخ شي. که څه هم ښاغلی قدېر د نن ورځې په عمومي غونډه کې ناست ؤ خو د عزیزي بانک د ډېوالي کیدو د ګواښ په برخه کې یې هیڅ راز پوښتنه یا اندیښنه ښکاره نه کړه او نه یې هم هغه اسناد وړاندې کړل چې د ده پر وینا څوک یې نه شي ردولی.


د ولسي جرګې ځېنې غړو په همغه ورځ هم د حاجي قدېر څرګندونې د سیاسي موخو زیږنده بللې وې او ویلي وو چې دغه راز موضوعات د ځینو کړیو په فرمایش په عمومي غونډو کې راپورته کیږي.


دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ خصوصي کورني او بهرني بانکونه فعالیت کوي. یو شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د دغو بانکونو فعالیت په سوداګریزو او نورو وټه ایزو چارو کې د خلکو له پاره یو لړ ښې اسانتیاوې برابرې کړیدي. خو د کابل بانک له ډیوالي کیدو وروسته د خلکو باور پر دغو بانکونو څه نا څه کم شوی دی.


څو میاشتې وړاندې هم کله چې د کابل بانک د ډیوالي کیدو خبر په لومړي ځل خپور شو په هېواد کې د دغه بانک بیلا بیلو څانګو ته د خلکو کتارونه جوړ شول او په بیخې لږ وخت کې ډېرې زیاتي پیسې له دغه بانک څخه وایستل شوې.

دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش