1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساکاشويلي: نړيوالي ټولني ته مي د مخه لا پدې اړه خبر ورکړی و

۱۳۸۷ مرداد ۲۰, یکشنبه

که څه هم چي ولاديميرپوتين د روسيې جمهور رييس هم نه دی او په دې ترتيب سره د روسيې د پوځ اعلی قوماندان هم نه ګڼل کيږي، ولي د اوسيتيا شمال ته پخپل تګ سره غواړي خپل قوت ښکاره کړي

https://p.dw.com/p/Ety9
د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي
د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويليانځور: picture-alliance /dpa

پوتين اوسيتيا ته پخپل تګ سره داوښول چي هغه اوس هم هر څه دی او په عيني وخت کي يې د ناټو پر خلاف له سختو الفاظو څخه کار واخيست. د ګرجستان جمهور رييس ميخايل ساکاشويلي، دې مسألې ته په بشپړه توګه بل ډول ګوري.

ساکاش ويلي وويل چي ما د مخه لا نړيوالي ټولني ته د روسيې د يو اړخيز اقدام څخه خبرداری ورکړی و او اوس دا دي هغه څه پېښ سول چي وړاند وينه يې کيده.

د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين د جنوبي اوسيتيا د بې ځايه سوو کورنيو سره د ليدو پر مهال
د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين د جنوبي اوسيتيا د بې ځايه سوو کورنيو سره د ليدو پر مهالانځور: AP

ساکاشويلي وويل:«روسيې نه يوازي په جنوبي اوسيتيا کي پر موږ باندي بريد وکړی، بلکي په ابخازيا کي هم د هوا د لاري اوپه تور سمندرګی کي د جنګي بيړيو د لاري. دا د ډير پخوا څخه پلان سوي عمليات ول. مسکو د ډير پخوا څخه يوې پلمې ته سترګي په لاره وو.

د اوسيتيا په جګړه کي د روغي جوړي لپاره د امريکاد متحده ايالاتو جمهور رييس جورج ډبليوبوش، هڅه کوي،د پيکينګ څخه د دواړو خواو سره ټيلفوني خبري وکړي.

جورج بوش وايي:« ټول مسايل کيدای سي چي په سولیزه توګه حل سي. ما د دواړو هيوادونو د حکومت له مشرانو سره خبري وکړې.ګرجستان يوخپلواک دولت دی. د هغه د خاوري بشپړتيا ته بايد درناوی وسي.

په شخړه کي د روسيې د لاس درلودلو له امله د ملګرو ملتو د امنيت شورا په خپل کار کي د نه توان درلودلو څرګندوني ګړي دي. اوس د اروپاد اتحاديي او په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان استازي هڅه کوي چي په کړکيچ کي مینځګړيتوب وکړي.