1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سبا اختر دئ – لنډه کيسه

۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د دویچه ویله انترنت پاڼه د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت یو لړ ځانګړي مطالب خپروي. په دې ترڅ کې د افغان لیکوال علم ګل سحر په قلم د «سبا اختر دﺉ» تر عنوان لاندې لنډ داستان دلته ولولئ.

https://p.dw.com/p/15rqW
انځور: AP

سړي د نجلۍ پرستوني پښه نوره هم ټينګه کړه: «پليتي، بې شرمي ووايه.»

د نجلـۍ په سترګو کي اوښکي ډم شوې، څه ئې ونه ويل. سړي تر ستوني ونيوله: «ولي چوپ ئې، ووايه چې په دې شنه سهار چيري تللې وې؟»

د نجلۍ ستونى را ډک شو او ویویل: «پرې مي ږده که نه ...»

«اوهو که نه څه؟ څه به وکړې ها، ووايه که نه څه به وکړې.»

نجلۍ په نيولي غږ وويل: «مه کوه د خداي روی ته وګوره انوره مه کوه.»

«ته په دې ورځو کې ډيره سپين سترګې شوې يې، چې سترګي دي را ونه باسم ته نه سميږې.»

نجلۍ رډ رډ ورته وکتل.

«فاطمې ليدلې وې چې د شير احمد له کوره راوتلې وې. ووايه څه دي کول؟»

نجلۍ مځکي ته کتل.

«ولاحولو ولاقوتي شيطان راته وايي په يوه وار ځان او کور ځني بې غمه کړه، ولي څه نه وايې او که پر دا بله درته راواوړم ها؟»

د نجلۍ شونډي و خوځيدې او ویویل: «تاسې ته چې ووايم څه فايده.»

«ښه نو اوس شيراحمد ستا غمخور شو؛ څه دي ورته ويل؟»

نجلۍ ځمکه ګروله.

«ووايه که نه ابا ته وايم چې د فاطمې خبري رښتيا دي، بيا به دې اوسنی ژوند هم سور اور شي، اوس خو دې ګوډ ته نکاح کوي سبا به دي هغه هم له خولې وتلی وي.»

نجلۍ سوکه سوکه ژړل. انور ئې خواته کښيناست، په نصيحت ئې ورته وويل: «ګوره غوټۍ زه ستا د تره زوى يم بده مې نه ده درباندي پيرزو. سبا اختر دئ، خپل اختر مه په غم کوه.»

شاعر او ليکوال ښاغلی علم گل سحر
شاعر او ليکوال ښاغلی علم گل سحرانځور: DW

غوټۍ په ډک ستوني وويل: «اختر مي اوس هم په غم تيريږي. چې ورور مې نه وي زما به څه اختر وي زه...»

انور په غوصه وويل: «هغه پريږده زما د پوښتنې ځواب راکړه، هلته دي څه کول؟»

«د خپل ورور احوال مي اخيست، تاسي خو ئې سم احوال نه راکوئ، ما ويل اختر دي که خداي راووست.»

«هغوی نو څه خبر دي چې بختيار چيري دئ؟»

غوټۍ به ژړغوني غږ وويل: «هغوی خبر وو، لکه تاسي چې خبر واست خو ما ته مو نه ويل.»

د غوټۍ ژړا پسې زياته شوه: «ولي خدای ناترسو زما ورور مو ولي د توپکيانو په لاس ورکړی دئ.»

انور په قهر: «شو چوپ شه پليتي چټيات مه وايه دا خبري چا در ښوولي دي؟»

«چا نه دي را ښوولې ستاسي له ظلمه خبره شوم، ما ويل تاسي په رښتيا زما غمخواره ياست.»

غږ ئې پسي لوړ کړ په ژړا کې ئې وويل: «ولي مو دومره لوی ظلم وکړ، که مو د هغه ميراث ته سترګي پټي کړې وي ويلي به مو وو، موږ به خپل...»

انور ئې خبره په خوله کې ور وچه کړه: «ډيري چيغي مه وهه څوک به ئې واوري، که نه اوس به تا هم هغې دنيا ته پسې وليږم.»

غوټۍ د انور د خبري په اوريدو سره چيغه کړه. سر ئې پرې وګرځيده له ديوال سره ئې ځان تکيه کړ: «ولي ولي ظالمانو ولي مو زما ورور دهغو په لاس ور کاوه، ولي ولي...»

ژړا د نورو خبرو مجال ور نه کړ، د ژړا غږ ئې لوړ شو. انور ئې پر خوله لاس کښېښود: «ډيرې چيغي مه وهه مړي چا په ژړا نه دي را ژوندي کړي د خپل ځان غم دي کوه.»

«سبا اختر دئ ته به هم د ګوډ کور ته وديږې، ابا لا پخوا ستا ولور...»

غوټۍ کوښښ وکړ له ځايه را ولاړه شي خو و ئې نه شوای کولای، لږ په لوړ غږ ئې وويل: «هو سبا اختر دئ، اختر د خوشحالي ورځ ده، که خداى کول پر ما به هم د غم ورځ نه وي، زړه مې راته وايي چې ورور به مې راشي. او ستاسې د ظلم څراغ به مړ ...»

انورد نورو خبرو مجال ور نه کړ په وليو کې ئې يوه درنه لغته ورکړه: «چوپ شه بې شرمې چې نور دې سپڼ له خولې و نه ‌‌‌‌وزي. تللي بيا نه دي راغلي سبا له ګوډ سره واده ته ځان تيار کړه چې څه ونه وايې او په تر‌برونو کې مو سرټيټي نه کړې.»

بهر د خلکو غږونه واوريدل شول. انور غوږ ونيو د خلکو خبرې ښې نه اوريدل کيدې. غوټۍ سوکه سوکه ژړل. انور په خبرو راغي: «په نورو خبرو دې نه پوهيږم، تر دومره لويې ګناه دې در تير شوم، ته پخپله ووايه په دې وخت کې د چا کورته د يوې پيغلې ور تګ څه مانا لري؟ خو زه څه نه درته وايم.»

انور غلى شو د باندې د خلکو زوږ اوريدل کيده، انور خپله خبره پسې وغځوله: «سبا دې چې له خولې دا خبرې وانه ورم، پوه شوې که يه؟ بختيار نور هير کړه له دعا پرته د هغه په حق کې نور هيڅ نه...»

د کوټې دروازه په درز سره خلاصه شوه، د انور کشر ورور سلام په ستړې ساه وويل: «ب بخ بختيار بختيار»

انور په غوصه وويل: «څه دي چې ژبه دې بنده بنده کيږي په بختيار څه شوي ووايه.»

«بختيار راغى.»

«څه څه بختيار راغى؟»

غوټۍ په خوښۍ د دروازې په خوا منډه کړه: «هډونه مې خبر وو، چې اختر دی او ورور به مې په خیر راځي.»

علم ګل سحر
کتونکی: مسعود جهش