1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ستراتيژيک سند ډيري تشي لري"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د فرانسې خبري آژانس ليکي چي د افغانستان او امریکا ترمنځ په لاسلیک سوي ستراتیژیک تړون کي دواړو اړخونو داسي وعدې کړي دي، چي پوره کولای ئې نه سي.

https://p.dw.com/p/14oPJ
انځور: Reuters

په دغه تړون کي راغلي دي چي دواړه هیوادونه کولای شي چي دغه تړون له منځه یوسي خو د دې کار له پاره باید يو کال مخکي مقابل طرف ته خبر ورکړل سي. له دې سره نو کیدای شي چي د افغانستان یا متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشران دغه تړون له منځه یوسي.

په دې اړه د انځورونو البوم دلته ووینئ

په دې تړون کي متحده ایالاتو ته چندان ډیرامتیازونه نه دي ورکړل شوي. خو که د امریکا له لید لوري وکتل شي نو دا په لږ وخت کي تر ټولو ښه تړون دئ، چي سړی ئې کولای شي له افغانستان سره لاسلیک کړي.

کارپوهان وایي چې که څه هم دغه سند قانوني او معتبر دئ خو داسي یو ستراتیژیک سند نه دئ چې افغانستان ئې تل غوښتنه کوله. اوباما ویلي دي چي دا یو تاریخي سند دئ چي د افغانستان او امریکا تر منځ د نوو اړیکو څرنگوالی ښيي.

په سند کې افغانستان ژمن دئ چي د اداري فساد پر وړاندي مبارزه وکړي، د کارونو کیفیت لوړ کړي او په دې هیواد کي د بشري حقونو ساتنه وکړي. دا ټول هغه اړخونه دي چي افغانستان تر اوسه لا ستونزي پکښي لري او متحده ایالات وخت نا وخته ورباندي نیوکي کوي.

د سند بشپړ پښتو متن

په دې سند کي دا خبره نه ده راغلې چي که افغانستان یا متحده ایالات و نه شي کولای چي په سند کي د راغلو وعدو پر اساس عمل وکړي نو عواقب به ئې څه وي.

په سند کي د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې په برخه کي هم پريکړنده خبري نه دي سوي. دواړو هیوادونو منلې ده چي په افغانستان کي د مخدره توکو تولید او قاچاق موجود دئ او زیاته کړې ئې ده چي د مخدره توکو د مخنیوي له پاره به له یو بل سره همکاري وکړي.

په سند کي همداراز متحده ایالاتو وعده کړې ده چي له افغانستان سره به د امنیتي ځواکونو د روزني په برخه کي کلنۍ مرستې وکړي. خو دا چي دا مرستي به څومره وي نه دي راغلي. په تړون کي همداراز متحده ایالاتو وعده کړې ده، چي له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو، کله د زده کړي، روغتیا، بیا رغوني او داسي نورو برخو کي مرسته وکړي.

په سند کي راغلي دي چي د متحده ایالاتو کانگریس به د افغانستان او امریکا د ملگرتیا ستراتیژیک ارزښت ته په کتلو سره افغانستان ته کلنۍ مرستي تصویبوي.

په دې سند کي دا هم نه دي راغلي چي متحده ایالات به له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په دغه هيواد کي څومره سرتیري پریږدي. ولسمشر کرزی او اوباما دواړه غواړي چي په افغانستان کي یو شمیر امریکایي ځواکونه پاته شي.

خو دا چي دا کار به څرنگه تر سره کیږي او یا د افغانستان او امریکا راتلونکي ولسمشران به هم په دې فکر وي او که نه، هغه څه دي چي د وخت په تیریدو سره به څرگندسي.

د پنتاگون ویاند جان کیربي، ویلي دي چي د افغانستان او امریکا تر منځ لاسلیک شوی ستراتیژیک سند د دواړو هیوادونو تر منځ د راتلونکو پوځي همکاریو د جزئیاتو په اړه خبري نه کوي، بلکي امریکا او افغانستان دې ته مکلفوي چي د پوځي همکاریو پر یوه سند کار پیل کړي. د دې کار د سره ته رسولو له پاره افغانستان او امریکا ته یو کال وخت ورکړل شوی دئ.

په سند کي راغلي دي چي متحده ایالات به افغانستان ته د یوه «مهم ملگري، چي د ناټو غړی نه دئ» نوم ورکړي. په سند کي دا هم راغلي دي، چي که په افغانستان کې د یوه بل هیواد له خوا پوځي مداخله وشي نو امریکا به ډير ژر او جدي هغه ته د یوه دیپلوماتیک او پوځي ځواب ورکولو پر سر بحث وکړي.

په سند کي راغلي دي چې متحده ایالات به په افغانستان کي دایمي پوځي اډې و نه لري او دا چي امریکا به د افغانستان له خاوري څخه د یوه بل هیواد پر وړاندي کار وا نه خلي.

دا داسي يو سند دئ که دواړه هيوادونه وغواړي، چي دغه سند دي له منځه ولاړ سي نو دا کار د يوه کال په ترڅ کي ترسره کيدلای سي.

د فرانسې خبري آژانس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل