1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستراوس کان په ضمانت بيرته خوشي شو

۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبه

د نړيوال وجهي صندوق پخوانی رييس، دومينيک ستراوس کان، د نيويارک د يو قاضي له خوا له بند څخه په ضمانت آزاد شو، خو د هغه پاسپورت قيد ساتل شوي. محکمه اوس د هغي ښځي چي ويل کيږي کان ورته لاس اچولي دی، په بيانونو باندي شک لري

https://p.dw.com/p/11nrz
ستراوس کان له خپلی میرمنی سره
ستراوس کان له خپلی میرمنی سرهانځور: dapd

د امريکا څارنوالۍ، د قاضي له حکم سره سم موافقه وکړه چي د نړيوال وجهي صندوق پخوانی مشر چي د نيويارک د يو هوتل په چوپړي باندي په جنسي تيري کولو تورن دی، په ضمانت خوشي کړي.

په فرانسي کي د دي خبر له اوريدو سره لږ تر لږه د دومنيک ستراوس کان سياسي ملګري ټينګ باور لري چي نوموړي به بيرته د خپل هيواد سياسي ډګر کي بيا سر را پورته کړي.

«جين مري له ګيو» چي د ستراوس کان سياسي اڼديوال دي وايي چی هغه کسان چي فکر یي کاوه کان ختم شو، اوس علط ثابت شول.

په فرانسي کي نوموړی د خپل نوم په مخففDSK مشهور دي. مخکي له دي چي د جنسي تيري په تور زندان ته واچول شي، نوموړي د فرانسي د سوسيالستانو د ولسمشري د کانديديانو د لست په سر کي ځاي درلود.

له دغي پيښي څخه وروسته نه يواځي سوسيالستان ناهيلي شول، بلکه ډيري فرانسويانو هم چي د ولسمشر، نيکلا سارکوزي، له رياست څخه ناراضه دي خپلی هیلي له لاسه ورکړي.

خو اوس بيا د فرانسي د سوسيالست ګوند په تن کي سا پيدا شوه او ګمان کيږي چي هغه د اکتوبر په مياشت کي د فرانسي ولسمشري ته په هغه ډول کانديد کړي چي معمولا یی امريکايان کوي.

له مقرراتو سره سم هر کانديد بايد د جولاي تر 13 پوري خپل غوښتنليک وړاندي کړي.

دغه نيټه د ستراوس کان لپاره يو ستونزه ځان سره لري، ځکه ګمان نه کيږي چي امريکايي محکمه دي تر هغه پوري د هغه پر ضد د لګول شوي تور په هکله خپله فيصله صادر کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د کان نژدي ګوندي ملګری، ميشل سبان، فکر کوي چي کيداي شي سړي د غوښتنليک د وړاندي کولو ضرب الاجل ته بدلون ورکړي.

سبان ټينګ باور لري چي لا تر اوسه دومينک ستراوس کان په فرانسويانو ګران دی. نه يواځي په دي وجه چي هغه د ولسمشرۍ د نورو سوسيالست داوطلبانو په پرتله يو جذابه څيره ده، بلکه په دي وجه هم چي د هغه په هکله ډله ايزو رسنيو ناوړه قضاوتونه وکړل او اوس هغه بايد تلافي شي.

خو د فرانسي د ښيي اړخو افراطينو مشره، مري لي پين، لا تراوسه په دي نظر ده چي دومنيک ستراوس کان ټول اخلاقي معيارونه پښو لاندي کړي او د حکومت د مشري وړتيا نه لري.

په حقيقت کي د فرانسي سوسيالست ګوند له يو مصيبت سره مخامخ دی. هغوي ويره لري چي د وروستي جنسي تيري د تور په تعقيب د ستراوس کان د شخصي ژوند يو لړ نور جزييات بربڼد شوي دي چي ښايي دا د دغه ګوند حيثيت ته تاوان ورسوي.

له بلي خوا دغه ګوند له دي هم ويريږي چي که چيري خپله دراوزه د ستراوس کان پر مخ وتړي، ښايي ډيري فرانسوي رايي ورکونکي نا اميده کړي چی ګواکي ګوند له هغه سره جفا وکړه.

کريستوف وويوس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: مسعود جهش