1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستوری ماڼۍ بيا ورغول سوه

خليل الرحمن اميد/ کابل۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه

ستوري تاريخي ماڼۍ د هندوستان هيواد په مرسته بيا ورغول سوه. دا ماڼۍ د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه چې په بهرني سیاست او ډيپلوماټیکو چارو کې ترې ګټه اخستل کېده.

https://p.dw.com/p/1Jn26
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د دې ودانۍ د رغونې له پاره هند درې کاله وړاندي چارې پیل کړي وې چې په نږدې تېرو ورځو کې يې د بيا رغاوني کارونه بشپړ شوه.

په دې پروګرام کې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي هم د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ او له خپل لوري یې له افغانستان سره د دوستانه سیاست او پراخو مرستو یادونه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د وینا پر مهال د هند له مرستو او دوستانه اړیکو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې سره له دې چې ځینې کسان نه غواړي افغانستان او هند ښه دوستان و اوسي بیا به هم یاده دوستي تلپاتې وي.

هند او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي چې په بهرني سیاست کې یو بل ته تر ډېره نږدېوالی ښيي. هند په تېرو ۱۴ کالو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې چې بېلګه یې د سلمان بند، د کندهار د کرهڼې پوهنتون له پاره ودانۍ، د نیمروز سړک جوړونه، د پارلمان له پاره ودانۍ او وروستۍ هاغه هم د ستوري ماڼۍ جوړېدل یادېدی شي.

ستوري ماڼۍ هغه ماڼۍ ده چې د هند د خپلواکۍ تر لاسه کولو تړون پکې منل شوی او د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماتانو د خوندیتوب له پاره د استوګنځي په توګه تر ې ګټه اخستل شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې ماڼۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان غواړي له نورو هیوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ سیاست پر مخ یوسي او له تاریخي زمینو څخه د ملت د هوساینې په برخه کې ګټه واخلي.

ولسمشر غني وویل:«موږ؛ افغانستان او هند د ځینو پر خلاف پرېکړه کړې چې تاریخ د دوستۍ او همکارۍ پر بنسټ جوړ کړو، وخت به په شتمنیو سره مدیریت کړو. او له تاریخي زمینو څخه به د خپلو ملتونو د پرمختګ له پاره ګټه واخلو.»

غني همدا شان زیاته کړه، هغه کسان چې غواړي د وخت د اړتیاوو په پام کې نه نیولو سره د ورانۍ او جګړې سیاست غوره کوي له یوې تاریخي پېښمانۍ سره به مخ شي.

ورته مهال د هند لومړي وزیر نرندرا مودي دې غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې د خپلو کړیو مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د اوږده مهال له پاره به هندیان له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مودي وویل: «اجازه راکړئ، د افغانستان ملت ته ډاډ ورکړم چې موږ غواړو یو پر پښو ولاړ افغانستان جوړ کړو، سوله ورته راوړو، امنیت او ثبات پکې رامنځته کړو. یو میلیارد، دوه سوه او پنځوس میلیونه هندیان. یو ځل بیا یې تکراروم یو میلیارد دوه سوه او پنځوس میلیونه د هند وګړي به تل تاسو سره وي.»