1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستينګ خپل نوي البم کې د «انشالله» موضوع شامله کړې

۱۳۹۵ مهر ۱۰, شنبه

د بريتانيا نامتو سندرغاړی سټینګ (Sting) خپل نوي البم کې د مهاجرو موضوع هم ګډه ګړې ده. دغه هنرمند په همدې مقصد په برلين ښار کې نه يوازې د سوريايي مهاجرو سره وليدل بلکه د يوې سندرې د شوټنګ غوښتنه ېې هم ورځنې وکړه.

https://p.dw.com/p/2QnDB
Sting
انځور: Joseph Eid/AFP/Getty Images

د روک موزيک برتانوي نامتو سندرغاړي ستينګ د خپل 57th and 9th په نوم نوي البم په اړه، فرانسې خبري آژانس ته وویل:« دا مې لازمه وګڼله چې دغه موضوع (مهاجرت) د خپل البم یوه برخه وګرځوم». د «انشاالله» په نوم د دغه البم په یوه سندره کې په کشتۍ کې سپاره مهاجر ښودل کيږي چې د خپل ژوند برخليک لپاره سخت اندیښمن دي.

دغه البم د روانې اکتوبر مياشتې پر یوولسمه نيټه بازار ته راوځي. د «پولیس» په نوم د موسيقۍ يوې پخوانۍ ډلې هم د ستينګ په البم کې په يو نوي انداز سره کار کړی دی.

له اوږدې مودې راپديخوا د ستينګ کوم سندريز البوم بازار ته ندی راوتلی. هغه له دیارلسو کلونو وروسته یو ځل بیا په روک ميوزيک کې کار کوي.

د ستینګ اصلي نوم ګوردن ميتهيو ټامس دی. هغه سبا (د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۲ نيټه) ۵۶ کلن کيږي. دغه برتانوٍي سندرغاړی، تر دې د مخه د يوې اوږدې مودې لپاره د بشر د حقونو څخه د دفاع په برخه کې هم فعال وو. له همدې کبله هغه د بښنې د نړیوال سازمان یو له مهمو ملاتړ کونکو څخه هم ياديږي.

ستينګ برلين کې سوريايي مهاجرو سره د ليدو پر مهال له هغو څخه د مهاجرت د سفر په اړه مالومات ترلاسه کړل چې له هغو څخه يې په «انشاالله» سندره کې انځور کړي هم دي.

ستينګ ويلي دي چې انشاالله يو ډیر ښه لفظ دی او مانا یې هم ډیره عالي ده یعنې د خدای رضا. هغه ويلي دي چې په انشاالله لفظ کې اميدونه او هيلې نغښتي دي.

تر دې دمخه د آلمان نامتو سندرغاړي رونالد کایزر او نورو اروپايي هنرمندانو هم د مهاجرو سره خپله خواږي ښوولې ده.

پر ورته موضوع زموږ د آرشيف څخه یو انځوریز البوم:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب