1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سخته قحطي، د ميليونونو افغانانو ژوند گواښي

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

په افغانستان کي د «اکسفام» او «کوچنيانو د ساتلو» ناپېيلي خيريه ټولني وايي چي په را روان ژمي کي به د هغه هيواد ميليونونه انسانان له سختي لوږي سره مخامخ وي. د هغوئ په خبره افغانان ژمي ته هيڅ تياری نه لري.

https://p.dw.com/p/13DsE
وچ کالي ځپلي سيمي
وچ کالي ځپلي سيميانځور: AP

هغوئ وايي، د افغانستان په وچ کالي ځپلو سيمو کښي تقريباً هيڅ بارانونه نه دي سوي، او هغو خلکو چي د غنمو حاصلاتو ته سترگي په لاره ول، تر څو ژمی په تير کړي، څه نه دي ترلاسه کړي.

د اکسفام سازمان په خبره کيدای سي سږ کال شاوخوا دوه ميليونه افغانان د غلې له کمښت سره مخامخ سي.

دغو دواړو سازمانونو په افغانستان کي د ځايي چارواکو څخه غوښتنه کړې، چي د لومړۍ واوري تر اورېدو دمخه يو شمېر سيمو ته د اړتيا وړ مرستي ورسوي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي، په يو شمېر ولايتونو کي تقريباً ټول حاصلات له منځه تللي.

د خوراکي موادو بيي ډيري لوړي سوي، او په ځانگړې توگه د غنمو بيه خو د تيرکال په پرتله دوه برابره لوړه سوې.

په افغانستان کي د «اکسفام» سازمان يو مسئول منوهر شينوی، ويلي، چي وخت پر تيريدو دئ.

« هر څوندي ژر چي کيږي بايد يو شمېر هغو سيمو ته چي په ژمي کي يې لاري بنديږي   اړیني مرستي ورسږي.»

دا په داسي حال کي ده، چي تير کال هم په يو شمېر وچگالي ځپلو سيمو او هغو ولايتونو کي چي په ژمي کي يې لاري بنديږي خلک له سختي لوږي سره مخامخ ول.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم