1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سخيفر: په افغانستان کي اساسي ستونزه طالبان نه، بلکي خرابه اداره ده

۱۳۸۷ دی ۲۹, یکشنبه

د ناټوعمومي منشي یاپ دې هوپ سخیفر د افغانستان حکومت چي هغه ورته د« بې کفایته» نوم ورکړی، تر نیوکو لاندي راوستی او ويلي يې دي: د هغه چارواکي کابو هومره د دغه هیواد په ناخوالو کي ګرم دي، لکه طالب ښورښيان..

https://p.dw.com/p/Garj
د ناټو عمومي منشي ياپ دې هوپ سخيفر
د ناټو عمومي منشي ياپ دې هوپ سخيفرانځور: AP

د ناټو د عمومي منشي دغه تبصره د واشنګټن پست ورځپاڼي ته د یو مضمون په ترڅ کي د یو نظر په توګه د جمهور رییس حامد کرزي له حکومت سره د هغه پیمان د نا خوښۍ یو ډیره غیر معمولي تنده څرګندونه ده.

دی هوپ سخیفر په کرزي د نامه څخه یادونه نه ده کړې، خود هغه دغه ډول یادوني له سیاسي لحاظه د افغان مشر له پاره په یو ډیر حساس وخت کي عنوانیږي.

کرزی په روان میلادي کال کي له بیا انتخاب سره مخا مخ دی او څارونکي باور لري چي تر انتخاباتو د مخه د ناټو سره ښکاره درز، ښايي هغه ډير کمزوری.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو څخه 7 کاله وروسته په هیواد کي د وضعي د ارزوني سره دی هوپ سخیفر، استدلال وکړ چي افغانستان او د هغه لویدیځ ملاتړ کونکي، د هغه په خبره،« هغه ځای کي نه دي، چیري چي موږ هیله من وو چي نن بايد وای.»

هغه په خپل دې مضمون کي کښلي دي، پداسي حال کي چي د افغانستان شمال او لویدیځ تر ډيري کچي له سولي څخه برخه من دي، جنوب او ختیځ د « بغاوت، نشه يي توکواو بې کفایته واکمنۍ له امله ځپل سوي.

حامد کرزی د خپلي کابينې د پلان د پخواني وزي محقيق سره
حامد کرزی د خپلي کابينې د پلان د پخواني وزي محقيق سرهانځور: AP

د يوې تندي لهجې څخه په کار اخيستو سره، د ناټو مشر په خپل مضمون کي وړاندي ټينګار کوي:« په افغانستان کي تر ډيره ځايه اساسي ستونزه طالبان نه، بلکي اساسي ستونزه خرابه حکومتداري ده.»

هغه زیاته کړې:« افغانان هغه یو حکومت ته اړتیا لري چي د هغوی د وفادارۍ او اعتماد وړ وي؛ کله چي هغوی دغسي یو حکومت ولري، نو بیا له بغاوت څخه اکسيجن تنفس کيدای سي.»

دې هوپ سخيفر وويل، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له پاره خپلي مرستي زياتي کړي. هغه یادونه وکره:«خو موږ که د وينو قرباني وه او که د پيسې، دواړه مو ورکړي، پدې هيله چي افغان حکومت د اختلاس د جرړو د ايستلو او د خپل کفايت او توانمندۍ د پياوړتيا له پاره ټينګ ګامونه واخلي، حتی که چيري دا د ډيرو سختو سياسي اقداماتو په بيه هم تماميږي.»

د 60 تر 70 زرو پوري بهرني ځواکونه په افغانستان کي دي چي د هغوی درې پر څلورمه برخه يې د ناټو تر قوماندې لاندي عمل کوي تر څو د جمهور رييس حامد کرزي له حکومت سره د طالبانو تر مشرۍ لاندي د بغاوت په ټکولو کي مرسته وکړي.

د20 تر 30 پوري د نورو امريکايي سرتيرو استول افغانستان ته ښايي په راتلونکو اونيو کي پيل سي، هغه څه چي د متحده ايالاتو نوي جمهور رييس بارک اوباما، ژمنه کړې چي د تروريزم ضد جګړه کي افغانستان خپله مرکزي جبهه وګرځوي.

د کرزي د حکومت لوی درستیز دوستم چي ويل کيږي د يوه مصلحت له مخه اوس په ترکيه کي ژوند کوي
د کرزي د حکومت لوی درستیز دوستم چي ويل کيږي د يوه مصلحت له مخه اوس په ترکيه کي ژوند کويانځور: AP

خو پداسي حال کي چي د ناټو مشر د لويديځ له پاره د افغانستان پر اهميت ټينګار وکړ، دا اشاره يي هم رسولې چي د ناټو د غړو هيوادونو زغم ښايي نا محدود نه وي.

هغه واشينګټن پست په خپل مضمون کي کاږي:« د هغو هيوادونو خلک چي د ناټو تر مشرۍ لاندي ماموريت ته يې خپل عسکر ورکړي دي،غواړي پوه سي چي څومره موده دغه عمليات دوام کوي،او د هغوی د ترسره کولو له پاره څومره ځوانان او ځواناني خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د لويديځ او د کرزي، د حکومت ترمنځ د ناخوښۍ نښانې په تير جون کي هغه وخت ښکاره سوې چي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي رپوټ ورکړ چي د افغانستان له اوسني جمهور رييس سره د امريکايي چارواکو ستړيا وار په وار ډيريږي. هغوی استدال کاوه چي ګواکي هغه د افغانستان ډیرو ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې.

هيلري کلينټن چي د اوباما، له خوا د متحده ايالاتو راتلونکې د بهرنیو چارو وزيري په توګه نومول سوې ده، تيره اونۍ کانګرس ته د پوښتني او ځواب په غونډه کي وويل:« افغانستان يوحکومت ته اړتيا لري چي د خپلو خلکو اړتياو ته پاملرنه وکړي».