1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د سولې د څلور اړخیز بهیر د پیلیدو هیله څرګنده کړې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

په بهرني سیاست کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف مشاور، سرتاج عزیز د جمعې په ورځ، په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د سولې د څلور اړخیر بهیر د بیا پیلیدو له پاره هیله څرګنده کړه.

https://p.dw.com/p/1JhB1
انځور: picture-alliance/dpa/APP

عزیز خبریالانو ته وویل چې د سولې خبري اتري د افغانستان د کړکیچ له پاره یوازنۍ د حل لاره ده.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې طالبان نه شي کولای د تاوتریخوالي له لارې افغانستان ونیسي. دا په داسې حال کې چې کابل اوس هم اسلام آباد د طالبانو په ملاتړ تورنوي. پاکستان بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.

د سولي څلور اړخیز بهیر چې افغانستان، پاکستان، امریکا متحد ایالات او چین پکښې حضور لري، د روان کال له می میاشتې راهیسې په ټپه دریدلی دی. په دغه میاشت کې یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور وواژه.

پاکستان ویلي دي چې د ملا منصور وژل کیدو دغه بهیر درولی دی خو کابل بیا وایي چې پاکستان په دغه بهیر کې د خپلو کړو ژمنو په پوره کولو نه دی توانیدلی او له دې کبله د دغه بهیر راتلونکې غونډي ځنډول شوي دي.