1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سره صليب په پاکستان کي فعاليتونه لږ کړل

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه

د سره صلیب نړيوالي سازمان د سه شنبې په ورځ ويلي دي، چي په پاکستان کي به خپلي ډیري پروژې د امنیتي دلايلو له کبله وځنډوي. په دغه هيواد کي د جون په مياشت کي د دغه سازمان د يوه ډاکټر سر پرې سو.

https://p.dw.com/p/15z7h
انځور: picture-alliance/dpa

سره صلیب لا وختي د پاکستان د څلورو ولایتونو څخه په دریو کي ئې خپلي پروژې ځنډولي دي. دې سازمان ویلي دي، چې په پاکستان کي به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي خو کچه به ئې ډيره لږ وي.

په جنوبي اسیا کي د سره صلیب د ماموریت مشر جکواس دي مایو، ویلي دي: «ټول فعالیتونه درول شوي دي. ټول اقتصادي او د بدن د مصنوعي غړو د جوړولو پروژې درول شوي دي.»

مایو زیاته کړې ده، چي سره صلیب په پاکستان کي خپل یو شمیر دفترونه تړلي دي. د هغه په خبره دغه سازمان نور په پاکستان کي د زندانونو کتنه هم نه کوي.

دغه سازمان له ۱۹۷۴ کال راهيسي په پاکستان کي فعالیت کاوه. دغه سازمان ډیری وخت روغتیایي خدمتونه او په جګړه کي د ټپې شوو کسانو له پاره د بدن د مصنوعي غړو د جوړولو په برخو کي کار کاوه.

سره صلیب ویلي دي، چي تر دې وروسته به په پاکستان کي خپل ډیر پام په جنگونو کي د ټپي شوو کسانو درملني ته واړوي او په پیښور کي به د جراحي یو روغتون پرانیزي.

مایو ویلي دي چې په پیښور کي د جراحی روغتون به په پاکستان کي د دغه سازمان استازیتوب کوي. سره صلیب دغه راز اعلان کړی دﺉ، چي په سیند او کوټه کي ئې خپل دفترونه تړلي دي.

سره صلیب تر هغه وروسته په پاکستان کي خپل فعالیتونه ودرول چي بریتانیایي کارکوونکی رشید دالي، په دغه هيواد کي ووژل شو.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چي د دالي، جسد وموندل شو او پړه ئې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

آژانسونه/ معسود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل