1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: سږ کال به په افغانستان کي د تارياکو توليد ډير لږ سي

۱۳۸۷ بهمن ۱۳, یکشنبه

د افغان حکومت او ملګروملتو يوه څېړنه چي نن خپره سوې ده وايي: په افغانستان کي د تارياکو توليد په روان ميلادي کال کي ښايي يوار بياراکښته سي ځکه چي په نړيوالو بازارونو کي يې بيه کښته سوې ده...

https://p.dw.com/p/Gl4x
که چيري مخ په خرابيدو امنيتي وضيت ښه نه شي،د ترياکو د کښتونو لمن ښايي بيرته پراخه شي.
که چيري مخ په خرابيدو امنيتي وضيت ښه نه شي،د ترياکو د کښتونو لمن ښايي بيرته پراخه شي.انځور: AP

د دغه بې وزلي هيواد د تارياکوسوداګري په ملیونونو ډالر د ياغيانولاس ته ورکوي او د نه کنټرول وړ حکومتي اختلاس تغذيه کوي. د ترياکو د حاصلاتو له منځه وړل د نړيوالي ټولني د هلو ځلو يوه مهمه برخه ده تر څو افغانستان له ثبات څخه برخه من او ودان کړل شي، هغه يو هيواد چي په 2001 کال د طالبانو درژيم له نسکورولو څخه وروسته د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو نوي وزيري، هيلري کلينټن هغه « د نشه يي توکو دولت» بللی دی.

وروستی رپوټ چي د ډسمبر او جنورۍ په مياشتو کي د افغانستان په 484 کليو او بانډو کي د څېړني له مخه جوړ شوی دی، راغلي دي چي په 2009 کال کي ښايي په ټول افغانستان کي د خشخاشو په کرلو کي کموالی رامنځ ته شي. رپوټ کي د کموالي کچه ښودله شوې نه ده، خو ويلي يې دي، تمه نه کيږي چي د34 ولاياتو يوه کي يې هم په دغه کښت کي دي زياتوالی رامنځ ته شي.

څېړنه وايي، که چيري حکومت د غيري قانوني کښتونو د مخ نيوي له پاره خپل پروګرامونه په سمه توګه پلي کړي، نو کيدای شي چي د هغو ولاياتو شمېر له 18 څخه 22 ته لوړ شي چي د خشخاشو له کښت څخه ژغورل کيږي.

د افغانستان په سلو کي 90 خشخاش په 7 جنوب او جنوب لويديځو ولاياتوکي کرل کيږي، چي د طالبانو بغاوت غښتلی دی. د افغان حکومت او ملګروملتوه دغه څېړنه وايي: په دغو ولاياتو کي چي هلمند هم په کښي راځي د ترياکو د سترو توليدونکو په جمله کي پاته کيږي،خو په هغوی کي هم «د کښتونو د کموالي هيله کيږي.»

څېړنه يادونه کوي:« د ترياکو د ټيټي بيي له امله تمه کيږي چي په هلمندکي د خشخاشو په کښتونو کي هم کموالی رامينځ ته شي. په اوسطه توګه د ترياکوبيه په 2008 کال کي کيلو 113 ډالره وه، او اوس هغه کيلو 85 ډالرو ته راټيټ شوی. رپوټ يادونه کوي: که چيري دغه بيه لوړه شي او هم امنيتي وضعيت لکه اوس دوام پيدا کړي، بزګران ښايي بيرته د ترياکو کرلو ته مخه واړوي.

په افغانستان کي د نشه يي توکو سره مبارزه، د ناتو په مشري د نړيوالوځواکونوله پاره هم يوه نه حل شوې ستونزه ګرځېدلې او د غړو تر مينځ يې شخړه راپارولې ده د ناټوعمومي قوماندان، جان کريدک چي له نشه يي توکو سره د مبارزې له پاره له خپل يوي تبصرې سره د نورو له خوا تورن شوی چي ګواکي د وژلو امر يې صادر کړی دی وايي:«موږ بايد هغه توکي له مينځه يوسو، چي په هغو باندي ګولۍ او بمونه رانيول کيږي او بريد کونکو ته پيسې په لاس ورکوي. اوس موږ ددې له پاره پريکړه لرو، چي دغه ټول تر هدف لاندي ونيسو. زه فکر کوم چي دا به موږ ته يوه ښه زمينه برابره کړي، تر څو د دغو پيسوچي ياغيان په هغو ځان تمويلوي مخ ونيسو.»

خو له نشه يي توکو سره دغه ډول مقابله د ناټو د غړو هيوادونو په مينځ کي چي په افغانستان کي سرتير ي لري، شخړه ايزه پاته ده.