1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سريلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اسفند ۳, یکشنبه

د کرکيت د ۲۰۱۵م کال د نړيوال جام په سياليو کي افغان ملي لوبډله خپله دوهمه لوبه هم وبايلله. لوبه له سريلانکا سره وه. د کارپوهانو په نظر افغان لوبډله د تيري لوبي په پرتله ښه ولوبېده.

https://p.dw.com/p/1Efeg
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Manson

د لوبي تر پيل دمخه پچه سريلانکا وگټله او افغان لوبډلي ته ئې دبيټنگ بلنه ورکړه.

افغان لوبډلي په ۴۹ اورونو کي ۲۳۲ منډي جوړي کړې او سريلانکا ته ئې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

سريلانکا دغه هدف پور کړ او تر لوبي وروسته ئې افغان لوبډله وستايله.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه له بنگله دېش سره د ۱۰۵ منډو په توپير بايلوله او په دې لوبه کي ئې لوبغاړي ډېر پياوړي ښکارېدل.

له سريلانکا سره تر لوبي وروسته د افغان توپ اچونکو ډېره ستاينه سوې ده. د کارپوهانو په نظر که افغان لوبډلي لږ نوري منډي هم جوړي کړي وای، سريلانکا ته به ئې سخت سرخوږی پيدا کړی وای.

د افغان لوبډلي توپ اچونکي حميد حسن، شاپور ځدران او دولت ځدران ښه وځلېدل. حميد حسين درې لوبغاړي وسځول.

د دغي لوبي غوره لوبغاړی د سريلانکا مهيلا جواردينه وټاکل سو. هغه تر لوبي وروسته افغان لوبغاړي وستايل او ويې ويل چي ښه راتلونکې لري.

افغانستان خپله دريمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (فيبرورۍ ۲۰) له سکاټلنډ سره لري. سبا به زمبابوې له متحدو غربي اماراتو سره ولوبيږي.