1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سريلانکا له افغانستانه لوبه وگټله

۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په دوهم پړاو کې سریلانکا افغانستا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. افغانستان به خپله راتلونکي لوبه د یکشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره وکړي.

https://p.dw.com/p/1IEtx
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

د افغانستان لوبډلې د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه. افغانستان په محتطانه ډول لوبه پېل کړه، خو افغان اوپنر محمد شهزاد چې په تیرو سیالیو کې ډیر ښه ځلیدلی وو او په ننۍ لوبه کې ترې د ښو منډو جوړولو تمه کیده هغه وخت کیچ اوټ شو چې د افغانستان مجموعي منډې اېله ۱۲ وي. له نور علي ځدراڼ سره کپتان محمد اصغر ملگرتیا ته راووت خو د ۴۴ په مجموعي منډو د افغانستان دوهم لوبغاړي نور علي ځدراڼ هم وسوځید. هغه ۲۰ منډې وکړې. کریم صادق هم د کومې منډې جوړولو پرته وسوځید. محمد نبي عیسی خیل هم تر درو منډو جوړولو وروسته وسوځید.

خو د افغانستان په ننۍ لوبه کې کپتان اصغر ستانکزی ډیر ښه وځلید او سمیع الله شینواري سره یې د ۶۱ منډو ملگرتیا وکړه. سمیع الله شنیواري ۳۱ منډې وکړې. ستانکزي په ۴۷ توپونو ۶۴ منډې وکړې. په پای کې افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره سریلانکا ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. د سریلانکا له لوري پریرا، د افغانستان درې او هیرات بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې سریلانکا له لومړي سره تیزه لوبه پیل کړه. دلشان او دینش د ۴۱ منډو ملگرتیا وکړه. د سریلانکا په ننۍ بریا کې د دلشان لوی لاس وو. هغه تر آخره ناسوځیدلی پاتې شو او په ۵۶ توپونو یې ۸۳ منډې وکړې. خو د افغانستان لوبغاړي پر دې ونه توانیدل چې د دلشان وېکټه واخلي.

د پنجشنبې د ورځې په لوبه کې افغان لوبډلې په ډگر ساتنه کې هم تیروتنې وکړې او دې کار له سریلانکا سره د دغې لوبې په گټلو کې مرسته وکړه. د افغانستان له لوري نبي او راشد خان هر یوه د مخالفې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

په پای کې سریلانکا د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلی هدف په ۱۹ کې پوره کړ. او افغانستان ته یې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.