1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرکوزي جمهوري رياست ته په نومولو کي ماته خوړلې

۱۳۹۵ آذر ۱, دوشنبه

د فرانسې ولسمشرۍ ته کانديد له پاره د محافظه پالو په مینځ کې مقدماتي سیالیو یوه حیرانونکې پایله درلوده. پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي ماته وخوړه او له سیاست لاس پر سر شو.

https://p.dw.com/p/2Szbo
Frankreich Präsidentschafts-Vorwahl Nicolas Sarkozy
انځور: Picture-Alliance/dpa/Epa/I. Langsdon

هيچا فکر نه کاوه چې د فرانسې ولسمشرۍ ته د کاندیتوب له پاره مقدماتي ټاکنې یا د گوندونو په خپل منځني سیالیو کې، هغه هم د محافظو پالو په منځ کې دې داسې یوه پایله ولري.

په ټولو نظر پوښتونو کې داسي اټکل کیدی چې د جمهوري غوښتونکو د اوو کاندیدانو له جملې څخه ښايی درې تنه یې د سیالي له پاره چمتو شي او له هغې وروسته هغه دوه تنه چې د دریم په پرتله یې رایې زیاتې دي، په خپل مینځ کې په یو دوهم پړاو کې د راتلونکي یکشنبې په ورځ  سیالي کوي.

د مخکښو کاندیدانو په جمله کې پخواني ولسمشر نیکولا سارکوزي، الان ژوپيۍ او پخوانی صدراعظم فرانسوا فیلون شامل وو. هيچا فکر نه کاوه چې سارکوزي به د دغو دوو نورو په پرتله کمې رایې تر لاسه کړي.

د نظر پوښتنو له مخې تر یوې میاشتې زیاتې مودې راهیسې د سارکوزې او ژوپیۍ، تر منځ سیالي اوږه په اوږه روانه وه. یوازې د مقدماتي ټاکنو څخه یوه اونۍ مخکې فیلون په حیرانونکي توګه له سارکوزې څخه مخکې شو.

سرکوزې خپله ماته منلی

د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سارکوزي تر اوسه پورې د شمیرل شوو رایو ۲۰ سلنې د پایلو تر معلومیدولو وروسته خپله ماته منلي او له سیاست څخه یې د پر شا کیدو پریکړه کړې. نوموړي ژمنه وکړه چې هغه به د دویم پړاو په ټاکنو کې د بریالي نوماند ملاتړ وکړي.

د ګوندي ټاکنو د دویم پړاو سیالۍ اوس د پخواني صدراعظم فیلون او ژوپپۍ، تر منځ ترسره کیږي. فیلون په ښکاره ډول مخکې دی. د ۹۰ سلنه رایو تر شمیرل کیدو وروسته شاوخوا ۴۴ سلنه رایې فیلون ترلاسه کړي او ۲۸ سلنه ژوپیۍ.

فیلون غواړي ډیر سخت اصلاحات رامنځته کړي

فیلون د خپل پلان معرفي کولو په لومړی بیانیه کې وویل، هغه غواړي چې فرانسه له سره جوړه کړي. دغه ۶۲ کلن سیاستوال له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د نیکولا سارکوزي د ولسمشرۍ په وخت کې د صدراعظم په توګه دنده درلوده. هغه د فرانسې له پاره د اقتصاد د آزاد بازار پلوي کوي. په دې توګه هغه غواړي فرانسه یووار بیا د اقتصاد په برخه کې په نړیواله کچه په یوه رقابتي هیواد بدل کړي.

د نورو اصلاحاتو ترڅنګ هغه غواړي د تقاعد سن لوړ او عمومي مصارف را ټیټ کړي. ټاکل شوی ده چې د ۲۰‍۱۷م کال د اپریل پر ۲۳ او د می میاشتې پر ۷ نیټو په فرانسه کې ولسمشریز انتخابات ترسره شي.