1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرکوزی د تولوز د پېښو په اړه خبرې وکړې

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه
https://p.dw.com/p/14Pi1

د فرانسې په تولوز کې د څو تنو تر وژل کیدو وروسته د دغه هیواد جمهور رئیس نیکولا سرکوزي د دغې پېښی د عواقبو په اړه خبرې وکړې.

ده د تلویزیون له لارې په خپله وینا کې وویل چې هغه کسان چې د نورو په مقابل کې نفرت لري، هغوی ته به په راتلونکې کې سخته جزا ورکړل سي.

سرکوزي زیاته کړه چې د دغه ۲۳ کلن شکمن قاتل تر وژلو وروسته، اوس د هغه په نورو ملګرو پسې پلټنې روانې دي. محمد مراح چې ځان ئې د القاعدې پر ډلې پورې تړلی ګاڼه د فرانسې په تولوز او مونتاوبان کې ئې درې یهودي کوچنیان، د هغوی ښووونکی او درې تنه فرانسوي سرتېري ووژل. مراح خپله د پنجشنبې په ورځ په خپل کور کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل سو.