1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سریلانکا د جنگي جرمونو د تورونو د بررسې له پاره ډیر وخت وغوښت

سید ریاض/ دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۲۶, یکشنبه

د سريلانکا ولسمشر ویلي دي، چې نړیواله ټولنه باید د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د جنگي جرمونو د تورونو د څیړلو په برخه کې پر دغه هیواد باندې باور وکړي. بریتانیې تر دې دمخه د نړیوالو پلټنو وړاندیز کړی وو.

https://p.dw.com/p/1AIzB
انځور: picture alliance/Photoshot

د سریلانکا ولسمشر مهندا راجا پاکسې، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۱۶مه) وویل، په داسې حال کې چې د دغه هیواد د سرتیرو پر وړاندې د جنگي جرمونو د ادعاوو په اړه څیړنې روانې دي، دغه موده دې وغځول شي. د سریلانکا د سرتیرو پر ضد په ۲۰۰۹م کال کې د کورنۍ او ایتنیکي جگړې په ترڅ کې د جنگي جرمونو د تر سره کیدو تورونه لگول شوي دي.

دا وخت د سریلانکا په پلازمینه کولمبو، کې د همگټو هیوادونو یا کامن وېلت، سرمشریزه تر سره کیږي او مشري یې د سریلانکا د هیواد ولسمشر کوي. ولسمشر مهندر راجا پاکسې په کولمبو کې ویلي دي: «د شیشو په کورونو کې ناست خلک باید پر نورو تیږي و نه وروي.»

د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کمرون، تر دې دمخه غوښتنه کړې وه که چیرې د جنگي جرمونو د تورونو په اړه خپله دغه هیواد پلټنې و نه کړي، نو د مارچ په میاشت کې به د دغو تورونو په اړه د نړیوالې پلټنې له پاره فشار واچوي. دغه څرگندونې وروسته له هغې شوي دي چې د کمرون په وینا ده د سریلانکا له ولسمشر سره په دې اړه «ډانگ پیلې» او شخصي خبرې اترې کړي دي.

ډیویډ کمرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي ول: «هر هغه څه چې ما ویلي ول، ونه منل شول، خو زه دا حس کوم چې هغوی غواړي د دې موضوع په برخه کې پرمختگ وکړي او نړیوال فشار به په دې برخه کې په صراحت مرسته وکړي.»

خو د راجا پاکسې څرگندونې د کمرون له څرگندونو سره په تضاد کې دي. د دغه هیواد ولسمشر ویلي دي: «فشار هیڅ، څه نه شي کولای. تر غوښتنو او امر کولو انتظار ایستل ډیر ښه دي.»

د راجا پاکسې د وینا له مخې چې د ده د پلټنو ډله «بې پرې» ده او په وینا یې کمیسیون د لا درکه شوو کسانو د رپوټونو په هکله لا تر مخه په کار پیل کړی دی. د سريلانکا ولسمشر وړاندې ویلي دي: «څه چې مو پر وس پوره وو، هغه مو کړي دي. د جگړې وروسته یوازې څلور کاله تیریږي.»

ملگرو ملتونو په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي د سریلانکا پوځ چې زیاتره برخه یې د «سینهالیسه» قوم جوړوي، په احتمالي توگه په ۲۰۰۹م کال د دغه هیواد د کورنۍ جگړې تر پایه د «تامېل» لږکیو ۴۰ زره تنه وژلي دي. د سریلانکا کورنۍ جگړې درې لسیزي دوام وکړ. د همگټو هیوادونو د سرمشریزي تر پیل د مخه د سريلانکا هیواد ولسمشر ویلي وو چې د قربانیانو په ډله کې ملکي کسان شامل نه وو او د هغه حکومت «د پټولو له پاره څه» نه لري.

تامېل ځواکونه چې له سریلانکا څخه د جلا کیدو له پاره جنگیږي، د ملکي کسانو د وژنې، له هغوی څخه د سپر او په اجباري ډول د سرتیرو په توگه د ماشومانو د گمارلو له پاره گرم گڼل کیږي.

د بریتانیا لومړي وزیر د سرمشریزي په لومړۍ ورځ په غونډه کې گډون و نه کړ او د جنگ ځپلې سیمې جفنا، د لیدلو په موخه یې د دغه هیواد شمال ته سفر وکړ. همداشان کمرون له ماینونو څخه د شمالي سیمو د پاکیدو له پاره د مالي مرستې غوښتنه هم وکړه.