1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په هکله د دویمې قانوني بستې عملي کیدل پيل شول

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

د مهاجرو له پاره د قوانینو او مقرراتو د دویمې بستې عملي کیدل پیل شول. دغه قانون به مهاجرو ته د ټولنیزو خدماتو، د کورنۍ غوښتل او آزادې پر برخه کې محدودیت رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/1IEtn
انځور: picture-alliance/dpa/J.Stratenschulte

په آلمان کې د مهاجرو له پاره شرایط تر پخوا سخت شوي دي. د «د ښه راغلاست د لومړنیو مرکزنو جوړونه» د دغو مقرراتو هسته تشکیلوي. ټاکل شوی ده چې په دغو مرکزونو کې به په ځانگړي توگه د هغو کډوالو دوسیو ته په چټکۍ سره رسیدگي وشي، کوم چې په آلمان کې د پاتې کیدو لږ چانس لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وویل هغه پيغام چې دغه مقررات یې له ځان سره لري واضح دي: «هر څوک چې زموږ هیواد ته رازې په عادلانه توگه به یې دوسیې ته رسیدگي کیږي. هغه څوک چې د ځان حفاظت ته اړتیا نه لري باید ژر تر ژره له دغې خاورې څخه ووزي.»

هغه مهاجر چې ملاتړ ته اړتیا ولري، د دوو کلونو تر تیرولو وروسته کولې شي د خپلې کورنۍ د غوښتنې عریضه وړاندی کړي.

دغه قانون یوازې د هغو مهاجرو په هکله صدق کوي چې نوموړی شخصاً تر تعقیب لاندی وي او له همدې امله یې د پناه غوشتنه منل شوي وي.

د کډوالۍ په خدماتو کې ډیر لږ کمې رامنځته کیږي. د بیلگې په توگه مهاجر باید د ژبې او ادغام په کورسونو کې ۱۰ ایرو مصرف په غاړه واخلي. د نوې مقررې پر بنسټ یو کډوال په هغه صورت کې قانوني خدمات ترلاسه کولې شي چې په خپله سیمه کې یې ثبت نام کړی وي.

سربیره پر دې د دې له پاره چې یو کډوال له المان څخه ونه ایستل شي د روغتیایې مشکل وړاندی کول په برخه کې شرایط ډیر زیات سخت شوي دي. د دغو شرایطو څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي په خاطر د ډاکټر د تصدیق له پاره ډیر سخت او دقیق شرایط ټاکل شوي دي.

د مجرمینو ایستل کیدل

د نوو مقرراتو پر بنسټ، اوس له المان څخه د یوه مهاجر ایستل کیدل هغه وخت ممکن گرځي، چې د قتل، د یو چا جسمي روغتیا ته زیان رسولو او یا د جنسي تیري یا زورونې له امله په بند محکوم شوی وي، که هغه حبس تعلیقي هم وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب