1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان اخوان المسلمین ترهگر سازمان ونوموه

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه

سعودي عربستان اخوان المسلمین او یو شمیر نورې ډلې د ترهگرو سازمانونو په نوملړ کې شاملې کړې دي. د پخواني ولسمشر محمد مرسي، تر راپرځیدو وروسته د خلیج ډیر شمیر هیوادو د اخوان المسلمین پر ضد اقدامات کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BMBT
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images

تر دې مخکې د ریاض حکومت ویلي وو چې هغو کسانو ته جزا ورکړي چې له دې هیواد څخه بهر په شخړو کې برخه اخلي او له یاغي ډلو سره یوځای کیږي.

پر اخوان المسلمین سربیره د النصره جبهه، په یمن او عراق کې د القاعدې څانکې، حزب الله او د حوثیون ډلې د سعودي عربستان د ترهگرو ډلو په نوملړ کې شاملې شوې دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې هر هغه چا ته به جزا وکړي چې د دغو ډلو مالي او یا هم معنوي ملاتړ کوي. پر دې سربیره دې وزارت ویلي دي چې هغه کسان به هم جزا وویني چې له دغو ډلو سره خواخوږي کوي او یا هم د هغوی په گټه تبلیغ کوي.

سعودي عربستان هغو کسانو ته چې له دې هیواد څخه بهر په شخړو کې ښکیل دي ۱۵ ورځې مهلت ورکړی دی چې له دې کاره لاس واخلي او بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. دې هیواد دغو کسانو ته گواښ کړی دی چې د مهلت تر پای ته رسیدو وروسته به هغوی هیواد ته د ستنیدو په صورت کې زندان ته واستول شي.

سعودي عربستان له دې موضوع څخه ویریږي چې د عربي پسرلي څخه وروسته په دې هیواد کې د اخوان المسلمین له پاره یو څه ملاتړ رامنځ ته شوی دی. خو د سعودي عربستان د جمعې د ورځې فرمان د اخوان المسلمین پر ضد خپل اقدامات لا پسې زیات کړي دي.

له بلې خوا سعودي عربستان د هغو کسانو له خوا د گواښ د رامنځ ته کیدو په اړه هم اندیښنه لري چې اوس په سوریې کې جنگیږي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت اټکل کوي چې شاوخوا ۱۲۰۰ سعودي عربان اوس سوریې ته د جگړې له پاره تللي دي. ریاض له دې ویره لري چې نه شي دغه کسان د سوریې تر جگړې وروسته رادیکاله شي او د سعودي عربستان کورني امنیت ته گواښ رامنځ ته کړي.

ریاض په سوریې کې د یو شمیر پاڅون کوونکو ډلو سخت ملاتړ کوي، هغوی ته وسلې او نورې مرستې لیږي. سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ولسمشر بشارلاسد، د گوښه کیدو غوښتنه کوي.

پر قطر باندې فشار

د اخوان المسلمین پر ضد د سعودي عربستان وروستی اقدام کیدای شي پر قطر باندې فشار نور هم زیات کړي. تر دې مخکې هم د قطر له خوا د دغې ډلې ملاتړ د خلیج له هیوادونو سره د هغه اړیکه یو څه ترینگلې کړې وه. له بلې خوا سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو له قطر څخه خپل سفیران راغوښتي دي. دغه پریکړه د قطر له خوا د هغه تړون د احتمالي ماتیدو له کبله شوې ده چې له مخې یې باید د خلیج هیوادونه د یو بل په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي. مصر هم د تیر کال په دسمبر میاشت کې اخوان المسلمین د یوې ترهگرې ډلې په توگه نومولی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب